له ایرانه راستنېدونکي ګډوال دې دا ټکي په پام کې ونیسي!

  • لیکنه: نسیمه محمدي

د کرونا وایروس ډېرو هېوادونو ته د خپرېدلو او مړینې شمېرې په زیاتېدgو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نړیواله وبا ونومول شوه. د ایران هېواد د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ناروغانو او مړو شمېر پکې زیات دی. سره له دې هېواد ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوې او ورسره دا اندېښنې هم شته چې په کرونا وایروس اخته وګړي به هم پکې شته وي، خو د افغانستان د روغتیا وزارت هم دې ګډوالو ته سپارښتنې کړي، چې په پام کې نیولو سره یې نورو ته له سرایت ډډه وشي.

  • څوارلس ورځې دې په کور کې پاتې شي؛
  • په غونډو، محافلو، عامه ځایونو کې له حضور او له دوستانو سره له لیدو ډډه وکړي؛
  • هره ورځ په پرله‌پسې ډول دېرش ځله لاسونه په اوبو او صابون ووینځي؛
  • که عادي رېزش او زکام لري، باید له ماسک کار واخلي؛
  • په لاس، غېږ روغبړ او مخ مچي کولو دې ډډه وکړي؛
  • له مېوو، ترکاري او سبو دې ډېره ګټه واخلي؛
  • د ورځې څو ځلې ځان او خپل لوازم لمر وړانګو ته مخامخ کړي؛
  • د خوړو لوښي او نور توکي دې له نورو سره نه شريکوي؛
  • په جلا کوټه او له نورو لرې باید ۱۴ ورځې تېرې کړي.

که د څوارلسو ورځو په جریان کې د تبې، ټوخي او سا تنګۍ اعراض او علائم څرګند شول، ژر تر ژره د ۱۶۶ شمېرې او یا هم له روغتیايي کارکونکي سره مشوره وکړي او له لاښووونو دې ګټه واخلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب