اپریل 19, 2021

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په وهلو سره ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

 

د لوبي حال

 

په یاده تمریناتې لوبه کې لومړی زیمبابې توپوهنه وکړه، چي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۵۰۵ منډې وکړې او له هغه وروسته یې افغان ملې لوبډلې ته د توپوهني وار ورکړ.

 

د زیمبابې لپاره کاسوزا ۱۲۹، ویلمس ۸۶، رضا ۷۴ او بورل بیا ۶۵ منډې جوړې کړې.

 

کله چې افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه، نو د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۷۱ منډې وکړې، چي وروسته د یوې پريکړې په بنسټ یاده لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

 

د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره منیراحمد کاکړ ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې، اصغر افغان ۵۰ منډې او افسر ځاځي بیا ۲۹ منډې جوړې کړې.

 

 

د افغانستان او زیمابې راتلونکې لوبې

 

ټاکل شوې افغان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلې راتلونکې مارچ میاشت کې د دوو ټیسټ لوبو لړۍ ترسره کړې.

 

لومړۍ ټیسټ لوبه د مارچ په دویمه او دویمه ټیسټ لوبه بیا د مارچ په لسمه نېټه پيلیږي.