نړیواله درجه بندۍ کې مجیب‌ځدران پرمختګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې تازه د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي پکښي یو لړ بدلونونه راغلې دي.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ‌اچونکی مجیب‌ځدران، چې پخوا یې په شپږم ځای کې شتون درلود، اوس یې یو قدم پرمختګ کړی او په پنځم مقام کې شتون لري.

ددې ترڅنګ د انګلستان عادل رشید، چې مخکې یې په څلورم ځای کې شتون درلود، درېیم ځای ته پورته شوی.

د سریلانکا وانیندو ډي سیلیوا له پنځم ځای څخه څلورم ځای ته پورته شوی.

بلخوا د اسټرالیا سلو توپ‌اچونکی ایشټن آګر بیا درې قدمه شاه‌تګ کړی او له درېیم ځای څخه شپږم مقام ته کښته شوی.

په دې نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې بیا جالبه خبره داده، چې د ویسټ انډیز لوبغاړي پابین آلین ۱۶ قدمه پرمختګ کړی او له ۲۶م مقام څخه لسم مقام ته راوړل شوی.

 

شل اوریزه سیالیو کې د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي

 

۱ـ تبریز شمسي: سویلي افریقا، ۸۲۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ راشدخان: افغانستان، ۷۱۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۳ـ عادل رشید: انګلستان، ۶۹۵ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.

۴ـ وانیندو سیلوا: سریلانکا: ۶۹۳ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.

۵ـ مجیب‌ځدران: افغانستان، ۶۸۷ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.

۶ـ ایشټون آګر: اسټرالیا، ۶۷۶ نمرې، درې قدمه شاه‌تګ یې کړی.

۷ـ تیم سوتي: نیوزیلنډ، ۶۶۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۸ـ آدم زیمپا: اسټرالیا، ۶۴۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۹ـ ایش سودهي: نیوزیلنډ، ۶۴۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۱۰ـ پابین آلین: نیوزیلنډ، ۶۲۲ نمرې، ۱۶ قدمه پرمختګ یې کړی.

 

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ