مجیب‌ځدان د یوورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کې هم پرمختګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یو لړ بدلونونه راغلې دي.

د یادو بدلونونو په اساس د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی مجیب‌‌ځدران له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی، چې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې هم یو قدم پرمختګ وکړ.

مجیب ځدران مخکې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې درېیم ځای درلود، خو اوس په اعلان شوې تازه درجه بندي کي ورته د ۷۰۸ نمرو په ورکولو سره دویم ځای لري.

 

په یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوې اعلان شوې درجه بندي

 

۱ـ ټرینټ بولټ: نیوزیلنډ، ۷۳۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۲ـ مجیب‌ځدران: افغانستان، ۷۰۸ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.

۳ـ کریس ووکس: انګلستان، ۷۰۰ نمرې، یو قدم پرمختګ یې کړی.

۴ـ مهدي حسن: بنګله‌دېش، ۶۹۲ نمرې، دوه قدمه شاه‌تګ یې کړی.

۵ـ ماتي هینري: نیوزیلنډ، ۶۹۱ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۶ـ جسپریت بومرا: هندوستان، ۶۸۳ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۷ـ جوش هزلوډ: اسټرالیا، ۶۶۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.

۸ـ شکیب‌الحسن: بنګله‌دېش، ۶۵۰ نمرې، نهه قدمه پرمختګ یې کړی.

۹ـ کاګسو ریباډا: سویلي افریقا، ۶۴۸ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې کړی.

۱۰ـ پات کومینز: اسټرالیا، ۶۴۶ نمرې، یو قدم شاه‌تګ یې کړی.

 

 

مجیب ځدران پر داسي مهال د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یو قدم پرمختګ کړی، چې هغه یوه اونۍ وړاندې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې هم یو قدم پرمختګ وکړ.

یوه اونۍ وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه سیالیو کې د توپ‌اچونکو نوې درجه بندي اعلان کړه، چې مجیب‌ځدران د شپږم مقام څخه پنځم مقام ته پورته شوی.

هغه اوس د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.

.

شل اوریزه سیالیو کې د توپ‌اچونکو درجه بندي

 

۱ـ تبریز شمسي: سویلي افریقا، ۸۲۱ نمرې.

۲ـ راشدخان: افغانستان، ۷۱۹ نمرې.

۳ـ عادل رشید: انګلستان، ۶۹۵ نمرې.

۴ـ وانیندو سیلوا: سریلانکا: ۶۹۳ نمرې.

۵ـ مجیب‌ځدران: افغانستان، ۶۸۷ نمرې.

۶ـ ایشټون آګر: اسټرالیا، ۶۷۶ نمرې.

۷ـ تیم سوتي: نیوزیلنډ، ۶۶۹ نمرې.

۸ـ آدم زیمپا: اسټرالیا، ۶۴۱ نمرې.

۹ـ ایش سودهي: نیوزیلنډ، ۶۴۰ نمرې.

۱۰ـ پابین آلین: نیوزیلنډ، ۶۲۲ نمرې.

 

 

وروستي مطالب