د پاکستان په سوپرلیګ کې مجیب ځدران ښه نه لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی مجیب ځدران، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبیږي، تر دې دمه یې درې لوبې ترسره کړې دي، چې په درې واړه لوبه کې یې زبردسته لوبه نه ده کړې.

 

مجیب ځدران تر دې دمه د پاکستان په سوپر لیګ کې ټول ټال ۱۲ اورونه ترسره کړې، چې په یادو اورونو کې یې ۱۰۹ منډې ورکړې، خو تر اوسه پورې یې یوازې یوه وېکټه اخیستې ده.

 

په PSL کې د پېښور زلمې لوبډلې لومړۍ لوبه

 

پېښور زلمې لوبډلې د پاکستان په سوپرلیګ کې خپله لومړۍ لوبه د فیبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د لاهور قلندرز لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، چې د یادې لوبډلې څخه یې په څلورو ویکټو ماته وخوړه.

 

په یاده لوبه کې افغان لوبغاړي مجیب ځدران څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیستله.

 

په PSL کې د پېښور زلمې لوبډلې دویمه لوبه

 

پېښور زلمي لوبډلې دویمه لوبه د فیبرورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه د ملتان سلطانز لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، چې په یاده لوبه کې پېښور زلمي لوبډلې په ۶ ویکټو ملتان سلطانز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

په یاده لوبه کې افغان لوبغاړي مجیب ځدران څلورو اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې، خو کومه وېکټ یې نه ده اخیستې.

 

په PSL کې د پېښور زلمې لوبډلې درېیمه لوبه

 

پېښور زلمي لوبډلې درېیمه لوبه پرون جمعه د فیبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه د کویټې ګلډیټرز لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، چې پېښور زلمي لوبډلې په دریو وېکټو کویټې ګلډیټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

په یاده لوبه کې افغان لوبغاړي مجیب ځدران په څلورو اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او وېکټ یې نه ده اخیستې.