سپورټ کرکټ وزش او تمرین

مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې زبردسته توپ‌اچونه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسټرالیا هیواد د بیګ باش لیګ په ۳۵مه لوبه کې پرون یکشنبه د مجیب ځدران لوبډلې بریسبین هیټ له سیډني تندرز لوبډلې څخه په دریو ویکټو ماته وخوړه، خو افغان لوبغاړي مجیب ځدران پکې غوره توپ‌اچونه وکړه.

مجیب ځدران په یاده لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره څلور اورنه ترسره کړل، ۱۶ منډې یې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې واخیستلې.

یاد افغان لوبغاړي تر دې دمه په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره اووه لوبې ترسره کړې دي.

په یادو لوبو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې او په ټولو سیالیو کې یې په غوره اوسط سره ۱۷۲ منډې ورکړې دي.

دا چې افغان کرکټ ملې لوبډلې د روانۍ جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ایرلینډ سره درې یو ورځنۍ لوبې لري، لا معلومات نشته، چې مجیب به په کومه نېټه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

محمدنبي دوې ورځې مخکې بیګ باش سیالۍ پرېښودې او له ملې لوبډلې سره یوځای شو.

د راپورونو له مخې راشدخان بیا نن بیګ باش لیګ کې وروستۍ لوبه کوي او بیا متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ