مجیب الرحمن ځدران چې په نوي توپ خورا خطرناکه توپ اچونه کوي، کولای شي د پیل توپ وهونکي وننګوي؛ خو د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې هغه په ټېسټ لوبو کې د ایرلېنډ خلاف په نوملړ کې نه دی غوره کړی.
افغان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د ایرلېنډ خلاف د درې ډوله لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې، چې په شل اوریزو لوبو کې برید کوونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي نه دی اخېستل او ټېسټ لوبه کې بیا مجیب ځدران ته ځای نه دی ورکړل شوی.
په ټېسټ لوبه کې د مجیب نه شتون او پر افغان لوبډله یې اغېز
دا چې مجیب الرحمن ځدران ډېر ځیرک او هوښیار توپ اچوونکی دی، د نړۍ په لیګونو کې لوبېدلی دی او د هر ډول لوبغاړو او توپ وهونکو سره مخ شوی دی، حتی تېر کال یې په آې پي ایل سیالیو کې ډوني هم صفت وکړ؛ نو باید ټېسټ لوبه کې ازمایل شوی وای.
بل دا چې مجیب ځدران کولای شي اف برېک او لېګ برېک دواړه توپونه وغورځوي، لکه څنګه چې د هندوستان اشوېن کولای شي ښه توپ اچونه وکړي؛ نو مجیب ځدران ترې کم نه دی.
بل دا چې د هندوستان پیچونه سپېن بالېنګ ته ډېر مساعد دي، مجیب کولای شي، چې په لومړیو یا اټېک اورونو کې د ایرلېنډ لوبغاړي وننګوي.
د مجیب شتون په دې هم مهم دی، چې د ایرلېنډ لوبغاړي نسبت سپېن بالر ته فسټ او چټک توپ اچوونکي ښه لوبوي، که مجیب وای نو ایرلېنډ به ډېر محدود شوی وای.
که څه هم سپېن توپ اچونه کې محمدنبي او راشدخان شته؛ خو مجیب سره به لا د توپ اچونې برخه پیاوړې شوې وای.
د کرکټ بورډ یوه بله پرېکړه، چې ډېری کرکټ مینه وال پرې نیوکه کوي
شهزاد محمدي چې ښه توپ وهونکی دی او پر ایرلېنډ یې هر وخت د توپ وهنې زهر چلېږي؛ په شل اوریزو لوبو کې نه دی اخېستل شوی.
د شهزاد محمدي شتون په اوپننګ او وېکټ ساتنه کې ډېر مهم دی، هغه کولای شي چې هم چټکه او هم قراره لوبه وکړي.
دا چې هغه ته په شل اوریزو لوبو کې وخت نه دی ورکړل شوی، د کرکټ مینه وال او ماهرین د کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې دا پرېکړه تېروتنه بولي او وایي باید شهزاد ته وخت ورکړل شوی وای.
مجیب ځدران د هندوستان خلاف تاریخي ټېسټ لوبه کې
مجیب ځدران د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه کې چې د ۲۰۱۸ م کال د اګسټ په ۱۴ مه نېټه په هندوستان کې ترسره شوه، ځای درلود، په دې لوبه کې مجیب ۱۵ اورونه وکړل او ۷۵ منډې یې ورکړې؛ خو کومه وېکټ یې وانخېسته؛ خو دې لوبه کې باید وخت ورکړل شوی وای؛ دا ځکه چې نسبت هندوستان ته د ایرلېنډ لوبغاړي کم تجربه دي او هم د هندوستان لوبغالو سره پوره بلد نه دي.
کرکټ بورډ درې نوي لوبغاړي غوره کړي، چې د ایرلېنډ خلاف یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې به ولوبېږي، اکرام علي خېل، وقار سلام خېل او شرف الدین اشرف هغه لوبغاړي دي، چې د لومړي ځل لپاره په ټېسټ لوبه کې اخېستل شوي دي.
اکرام علي خېل او وقار سلام خېل تر اوسه نړیوالې لوبې نه دي کړي؛ خو شرف الدین اشرف بیا ۱۴ یو ورځنیو او ۶ شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره لوبېدلی دی.
ظاهرخان او ضیاءالرحمن بیا دوه اچوونکي دي، چې نوي د یو ورځنیو لوبو سکواډ یا نوملړ کې اخېستل شوي دي.
له ایرلېنډ سره ۱۳ ورځې وروسته لوبې پېلېږي.
د درې ډوله لوبو لپاره د افغان لوبډلې نوملړونه
شل اوریزو لوبوکې ، اصغر افغان لوبډلمشر دی، عثمان غني، نجیب ترکی، حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، راشدخان ارمان، نجیب الله ځدران، کریم جنت، فرید ملک، سعید شېرزاد، ضیاءالرحمن، مجیب ځدران، ظاهرخان او شرف الدین اشرف شامل دي.
یو ورځنیو لوبوکې اصغر افغان لوبډلمشر دی، محمدشهزاد محمدي، نورعلي ځدران، جاوېد احمدي، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه زرمتی، سمیع الله شینواری، محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، حشمت الله شهیدي، راشدخان، کریم جنت، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدران، ظاهرخان، فرید ملک، مجیب ځدران، شاپور ځدران او سعید شېرزاد اخېستل شوي.
ټېسټ کې اصغر افغان لوبډلمشر دی، محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه زُرمتي، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، محمدنبي، راشدخان، وفادار مومند، یمین احمدزی، شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل شامل دي.
دا چې یو څه ناڅه پکې ځوان لوبغاړو ته په فول یا بشپړ نوملړ کې ځای ورکړل شوی ښه خبره ده؛ خو دا چې ۱۱ کسیز نوملړ کې به هم ځوان لوبغاړي واخېستل شي کنه لا هم پته نشته.