مجیب ځدران د فوټبال لوبه کوي؛ وایي ورسره مینه لرم+ویډيو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي مجیب الرحمن ځدران پر خپل رسمي انسټاګرام یوه ویډيو خپره کړې، چې پکې د فوټبال تمرین کوي.

د یادي ویډیو سره مجیب ځدران لیکلي، چې فوټبال سره مینه لرم، مهمه نه ده، چې د پیټنیس ساتلو په موخه باید تاسي یوه ځانګړې لوبه وکړی؛ بلکي هره لوبه باید وشي.

په یاده ویډيو کې یو بل کس مجیب ځدران ته په پښه توپ غورځوي او مجیب ځدران یې بیا د ګولوهنې په موخه د ګول پر دروازه د سر په واسطه وهي.

 

ویډيو

 

 

 

 

مجیب ځدران

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دا لوبغاړی د هند آی ایل سیالیو تر ځنډېدو وروسته هیواد ته راستون شوی او اوس خپل کور کې دی.

هغه د حیدراباد لپاره په یوه لوبه کې واخیستل شو او دوې ویکټې یې واخیستې.

ټاکل شوې مجیب ځدران راتلونکو دوو ورځو کې د پاکستان سوپرلیګ کې د ګډون په موخه کراچي او یا هم لاهور ته سفر وکړی، تر څو هلته لومړی واکسین شي او بیا به د ټولو لوبغاړو سره یوځای د روانې مې میاشتې په ۲۲مه نېټه ابوظبۍ ته سفر وکړي؛ ځکه ددې لیګ پاتې لوبې هلته کیږي.

مجیب ځدران د پېښور زلمي لوبډلې سره دی.

ددې لیګ ۱۴ لوبې شوي، خو پاته ۲۰ لوبې به یې د راتلونکې جون میاشتې په لومړیو کې پيل بیا د جون میاشتې تر ۲۰مې نېټې پوري به دوام وکړي.

 

وروستي مطالب