سپورټ نړیوال کرکټ

په بلاسټ سیالیو کې د مجیب دې لوبډله؛ له محمدنبي دې مخکې شوه

په بلاسټ سیالیوکې په جنوبي ګروپ کې د اتلس کلن افغان بالر لوبډله د ۳۱ کلن افغان الراونډر څخه مخکې شوه.

لومړي مقام کې لا هم د افغان ګوګلي ماسټر راشدخان لوبډله، د راشدخان دې لوبډلې سسېکس په ۸ لوبوکې شپږ ګټلي؛ یوه یې بې پایلې شوې او یوه یې هم مساوي پای ته رسېدلې ده، سسېکس لوبډله، چې راشدخان هم ورسره لوبېږي، ۱۴ نومرې لري او له مجیب څخه دوه نومرې مخکې ده.

د راشدخان دې لوبډلې تر اوسه لوبه نه ده بایللې.

په جنوبي ګروپ کې دوهمه لوبډله د مجیب الرحمن دې ده، مېډل سېکس لوبډله، چې له دې وړاندې په دریم مقام کې وه، د دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۱۲ مه نېټه یې ګلوسېسټر شایر لوبډلې ته په ۹ منډو ماته ورکړه او له محمدنبي دې لوبډلې یعنې کېنټ څخه مخکې شوه.

کېنټ لوبډلې بیا سمرسېټ ته په ۵۵ منډو لوبه وبایلله او همدا علت و، چې د مجیب دې لوبډله ترې مخکې شوه.

m vs m n.JPG

مجیب الرحمن دې په بلاسټ سیالیو کې ۱۰ لوبې کړي، ۶ یې ګټلي او ۳ یې بایللي دي او لوبه یې د اګسټ په ۱۴ مه نېټه بې پایلې شوه؛ دا لوبډله ۱۳ نومرې لري.

کېنټ لوبډلې هم ۱۰ لوبوکې شپږ ګټلي، درې یې بایللي او یوه یې بې پایلې شوې ده او ۱۳ نومرې لري؛ خو نېټ رن رېټ یې له مېډل سېکس لوبډلې کم دی.

د مجیب دې لوبډلې بیګا له اِي سېکس لوبډلې سره خپله لسمه لوبه پېلوله؛ خو د سخت اورښت له امله لوبه ونه شوه او د مجیب دې لوبډلې دوهم ځای قایم کړ.

محمدنبي دې لوبډلې کېنټ بیا له ګلامورګن سره د شپې په ۱۱ بجو لوبه درلوده، خو لوبه د شدید باران له امله بې پایلې شوه.

بلاسټ سیالۍ کابو ۱۷ ورځې پاتې دي، د دې سیالیو پایلوبه د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د برمینګم ښار په ایګ باسټن لوبغالي کې کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی