مارچ 9, 2021

مجیب الرحمن: زه د خپل هیواد افغانستان سره ډېره مینه لرم!

Advertisements

مجیب الرحمن: زه د خپل هیواد افغانستان سره ډېره مینه لرم!
مجیب الرحمن په هیواد کي دننه په مېلو بوخت دئ!
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه سلو توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدران په هیواد کي دننه په میلو بوخت دئ.
هغه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه عکسونه خپاره کړي، چي د پکتیا ولایت یوې ښکلي سیمي سېټ کنډو ته تللی او د خوښۍ احساس ئې کړی.

مجیب لیکلي((د خوښي احساس کوم، چي دا وخت په سېټ کنډو کي یم. زه د خپل هیواد افغانستان سره ډېره مینه لرم)).

https://www.facebook.com/Mujeeb.Rahman99/photos/pcb.818439562001651/818429582002649/?type=3&tn=HH-R&eid=ARDEvttmc_65NEVaazE-2-M9_TmlcdnR7l7IU21xaLIA5KYCM4WpqTZ22MHeFSZnTw06Si8R4WLB14fM&xts%5B0%5D=68.ARDkOCYfpV0hpU_EDtWBJ4g_ACA4QLzdeRl3tDvkp6tGMZhPK6-vnLhZXiCO3RABVADsWQO-MNfWguHsZ_clorRi33hpL8NhMEdvNrd7r8_4V0QYJg8Fci7e2_CVjvh9VlmRXA95FKOksxglBSOR17W5S5Xl5GY4C_zHVAEYUmmvojS8_boTgnSb3NHQU7ewNKGwOkYTxzP2Xd1Sh55Sqy1LH4DXL4sZkOgi7b22CQn0jg8ThWxLiqebGQhvrXll-zYmbb_uA6ONDlIQ0uLSMpElXZBLFOw-ZBCVzs1xanbGx8s9JygqVcgQ6164W_sWubsjZRL9Btk5FlXx6hVR1k4
د ایرلینډ په وړاندي تر لوبېدو وروسته افغان کرکیټ ملي لوبډله هیواد ته راستنه سوه، چي لوبغاړي اوس په خپلو کورونو کي دي.
یو له هغو څخه مجیب ځدران دئ، چي په هیواد کي د میله ځایونو څخه خوند اخلي.
مجیب الرحمن ځدران اوس د ۱۸ کالو دئ، چي د ۲۰۰۱م کال د مارچ میاشتي په ۲۸مه نېټه د هیواد په خوست ولایت کي زېږېدلی.
مجیب الرحمن یو له هغه افغانیو لوبغاړو څخه دئ، چي د کور دننه او ملي ټيم ترڅنګ په یو شمېر نړیوالو او وتلو لیګونو کي هم د بیلابیلو لوبډلو سره لوبېدلی او خورا ښه ځلېدلی.

کله چي مجیب د ۱۶ کلونو او ۲۵۲ ورځو و، خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ئې د ایرلېنډ خلاف وکړه، چي افغان لوبډله کي لومړنی ځوان لوبغاړی و او د نړۍ په کچه بیا نهم کوچنی او ځوان لوبغاړی حساب سو، چي په کم عمر کي په ملي لوبډله کي لوبي پیلوي.
د نړۍ په کچه ځلېدونکی کرکټ ستوری مجیب ځدران د ۳ میاشتو و، چي پلار ئې وفات سوی دی، هغه بیا د خپلي نیا یا انا په کور کي له نیکه او نیا سره لوی سوی دئ.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي