سپورټ کلتور او هنر

د مجیب الرحمن واده او د ملي لوبغاړو تود اتڼ

د افغان لوبډلې نولس کلن لوبغاړی مجیب الرحمن د نوي ژوند په تار وتړل شو او واده یې وکړ.

د نوموړي د واده مراسم په کابل کې ترتیب شوي وو.

په دې واده کې محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواري، کریم خان صادق، افسرخان ځاځي، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب او ځېنو نورو لوبغاړو ګډون کړی و او په اتڼ یې مجیب الرحمن ته خوښي ور وبخښله.

مجیب الرحمن د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې کوژده وکړه او یو کال وروسته یې نوی ګډ ژوند پیل کړ.

ttt.JPG

د هغه د واده خبره ډېرو لوبغاړو او خلکو په ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.

په ۲۰۱۹ کې کله چې هغه کوژدنه وکړه، افغان لوبډله په هندوستان کې وه او دی هم ورسره مل و.

افغان لوبغاړو د هندوستان کې هندی سندر غاړی راغوښتی و او د مجیب لپاره د کېک خوړلو مراسم چمتو کړی وو.

هغه مهال د کرکټ لوبډلې منیجر او پخواني سرپرست اجرایه رئیس جار عبدالرحیمزي هغه ته د نېک ژوند دعا له نورو لوبغاړو سره په ګډه کړې وه.

مجیب الرحمن او کرکټ

مجیب الرحمن کوچنی و، چې پلار یې وفات شوی و او ډېره مرسته ورسره نورعلي ځدران وکړه، چې کرکټ وکړي او لوبه وکړي.

کله چې د نولس کلنو لوبډلې ته راته، سختې ستونزې یې وګاللې، ده په یوه مرکه کې هم ویلي وو، چې څو ځله یې زړه مات شوی و؛ خو یوې موقع وکولای شول، چې دی ځان وځلوي او لوبډله کې شامل شي.

په ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونو کې د نولس کلنو لوبډلې سره ولوبېد.

په ۲۰۱۷ کې یې داسې توپ اچونه وکړه، چې افغان له نولس کلنو ښکته عمر لرونکې لوبډله یې د اسیا جام په اتلولۍ ونازوله.

uuu.JPG

په ۲۰۱۸ کې په نیوزیلېنډ کې د نولس جام ته ولاړ او دغه جام کې افغان لوبډلې څلورم ځای خپل کړ او په نیمه پایلوبه کې یې له اسټرالیا ماته وخوړله.

۲۰۱۷ کې ملي لوبډلې ته راغی او لاهم د کرکټ دې مزل کې رهي دی.

په ۲۰۱۸ کې آی پي اېل کې واخېستل شو او په لومړیو دوو پړاوونوکې یې ځان ثابت کړ.

له آی پي اېل وروسته د نړۍ دویم ستر سوداګریز لیګ بېګ باش کې د برېسبېن هیټ لوبډلې وپېره، د انګلستان په بلاسټ لوبو کې واخېستل شو، په کارابین لوبو کې وپېرل شو، د بنګله دېش لیګ کې یې په خپلو لوبو د لوبډلې مالکان خوښ کړل، په لس اوریز لیګ کې یې ځان وښود او له وړتیاوو ډکو لوبو ته یې دوام ورکړی دی.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ