مجیب الرحمن په اسټرالیا کې کرونا شو

سپینه تجريدي ډیزاین

د اسټرالیا کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغان سپېن بالر مجیب الرحمن د کرونا ویروس ټېسټ مثبت ختلی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
هغه تېره اوونۍ له محمدنبي عیسی خېل، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال سره یو ځای اسټرالیا ته ولاړ او هلته په هوټل کې ۱۴ ورځې قرنطین وو.
د نوموړي ټېسټ د جمعې په ورځ مثبت ختلی او روغتون ته انتقال شوی دی.
مجیب الرحمن د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ کې د برېسبین هیټ لوبډلې پېرلی دی.
نوموړی وروسته له هغې کرونا شوی چې هوټل کې مېشت شو او د بېګ باش لیګ د پیل انتظار یې کاوه.
د لوبغاړو لپاره اصول داسې ټاکل شوي، چې دوه اوونۍ وړاندې به اسټرالیا ته ځي، هلته به ګوښه ۱۴ ورځې تېروي او ټېسټونه به یې ترسره کېږي.
که د کوم لوبغاړي ټېسټ مثبت وخېږي، بیا نو روغتون ته لېږدول کېږي.
له دې سره څلور نور افغان لوبغاړي ظاهرخان، محمد نبي عیسی خېل، راشدخان او نوراحمد لکڼوال به هم د ۱۴ ورځنی قرنطین تېروي.
افغان لوبغاړو د تېرې اوونۍ په اوږدو کې اسټرالیا ته ولاړل او هلته کوینزلېنډ سیمه کې له الوتکې ښکته شول.
مجیب الرحمن اوس ګولډ کوسټ په نامه روغتون کې بستر دی.
د برېسبین هیټ لوبډلې غړو ویلي، چې دوی د ۱۹ کلن مجیب الرحمن په اړه جدي دي.
که چېري د مجیب روغتیا اندېښمنوونکې وي، نو د کوینزیلېنډ سیمې اړوند لوبډله هیټ به د هغه پر ځای بل لوبغاړی هم ولوبوي.
ټېري سوینسن ویلي، چې مجیب یو ځوان لوبغاړی دی، له لېرې ځای راغلی او دوی به یې د انتظار په صورت کې بیا هم اړتیا وګوري.
د لوبډلې غړو ویلي چې دوی او حکومتي چارواکي به پوره هڅې وکړي، چې مجیب ژر ښه شي.
د دې سربېره د نېپال لېګ برېک بالر سندیپ لامېچاني ټېسټ هم مثبت ختلی دی.
د اسټرالیا بېګ باش لیګ ۵ ورځې وروسته د دېسمبر په لسمه په اسټرالیا کې پېلېږي.

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.