اپریل 18, 2021

د دریو افغان لوبغاړو په اړه د حیدراباد نظر

سږ کال آی پي اېل کې درې افغان لوبغاړي د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې پیرلي دي.

دې لوبډلې په رسمي فیسبوک پاڼه د افغان لوبغاړو په اړه بېلابېلې جملې لیکلي دي.

مجیب

مجیب الرحمن یې یو هوښیار او ځیرک بالر بللی دی او د هغه په اخیستلو یې خوښي ښکاره کړې ده او ویلي یې دي چې مجیب الرحمن د حیدراباد نماینده یا استازی دی.

هغه له دې وړاندې له پنجاب لوبډلې سره ولوبېد او پریټي زینټا ورسره وخت نا وخت د پښتو خبرې کولو هڅه هم کوله.

خو سږ کال یې ونه پېره او دویم پړاو کې د حیدراباد لوبډلې واخیست.

کېدای شي په سپېن بالرانو کې دی په نوي بال ښه توپ اچونه وکړي او د حیدراباد لوبډلې ته ښې لاسته راوړنې ولري.

خو د حیدراباد لوبډلې بالېنګ پیاوړی دی او پکار ده، چې توپوهنه قوي کړي، ترڅو لوبې وګټي.

د محمدنبي په اړه یې لیکلي:

ولسمشر نبي ته باید ولسمشر وویل شي، د هغه یو تصویر چې په پي اېس اېل سیالیو کې یې د کراچۍ کېنګز لوبډلې په ګټه نیمه سلیزه وهلې وه پورته کړی دی او ورسره یې لیکلي، د کرکټ ولسمشر.

بل ځای کې یې لیکلي، که څوک محمد نبي عیسی خېل ته ولسمشر نه وایي، هیڅ هم نه کېږي، خو هغه د کرکټ پاچا دی.

د راشدخان په اړه څرګندونې

راشدخان له ۲۰۱۷ کال څخه تر اوسه د حیدراباد لوبډلې نه دی ډراپ کړی او هره لوبه کې یې لوبوي، د هغه په اړه یې لیکلي دي، چې کوم شاټ غوره دی، ځکه هغه هیلیکوپټر یا چورلکییز شاټونه هم وهي.

او هغه تصویر یې پورته کړی، چې هغه پکې د پول شاټ وهلو انداز کړی دی.

بل پلو یې د راشدخان د تکړښت یا فېټنېس تصویر هم پورته کړی او ورته یې لیکلي، چې د راشدخان د فزیکي روغتیا اهداف.

د آې پي اېل کرکټ لوبې د راتلونکې عیسوي میاشت ( اپرېل ) په نهمه نېټه د ممبيي او بنګلور په لوبه پیلیږي.

ممبيي پنځه ځلې اتلولي ګټلې، چینای درې ځلې، کلکتې دوه ځلې، راجستان، حیدراباد او ډکن یو، یو ځل، سږ کال یې څوارلسم پړاو ترسره کېږي او د راشدخان دې لوبه د اپرېل په یوولسم تاریخ له کلکتې لوبډلې سره ده.