مارچ 7, 2021

مجیب نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام ته ورسید

Advertisements

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان سپینر مجیب الرحمن ځدران ته د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال د بنګله دیش خلاف لوبیدو ګټه په روانه اونۍ کې ورسیده.

نوموړي د بنګله دیش خلاف د کرکټ اسیا جام سیالیو پر مهال په خپلو ۸.۱ اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکړې سره د ۲ لوبغاړو په سوځولو د خپل کرکټ کیریر بهترینه بالینګ ترسره کړ، چې اوس نوموړی په دغه کار کردګۍ سره د کرکټ نړیوالې شورا د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې ۸ م مقام ته را ورسید.

 په دغه اعلان شوې درجه بندۍ کې لا هم هندی تیز بالر جسپریت بومرا په لمړي مقام کې، خو ورپسې افغان راشد خان دویم ځای کې دی.

 ځوان مجیب الرحمن چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړې، ورسره هم مهاله د کرکټ نړۍ په سترو تجارتي سیالیو کې هم ولوبید، چې لا هم په بهترینه ریدم کې دی.

 دغه افغان لوبغاړی اوس مهال د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د بریسبان هیټ لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې تر دې مهاله یې په ۸ لوبو کې ۸ ویکټې ترلاسه کړې دي او د دغه لوبډلې کلیدي سپین بالر شمیرل کیږي.

 د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سپین توپ اچونکو شمیره او پرمختګ په خورا چټکۍ سره روان دی، چې ورسره د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریاوو کې هم ستر رول لوبوي.

درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   ... نور ولولئ