د پنجاب لوبډله او د مجیب الرحمن یاد

یاران سپورټ
د پنجاب کرکټ لوبډله چې مجیب الرحمن ورسره له ۲۰۱۸م راهیسې لوبېږي او ښې لاسته راوړنې لري اوس یې په رسمي فېسبوکپاڼه د مجیب الرحمن د توپ اچونې صفت کړی او هغه یې په ښو الفاضو ستایلی دی.
د پنجاب کرکټ لوبډلې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، چې هغه سپېن بالر، هغه بالر چې خورا اغېزمن دی او هغه بالر چې توپوهونکي له ستونزو سره مخ کوي.
د دې لوبډلې مطلب له دې پوسټ څخه دا دی، چې مجیب الرحمن پېلوونکی توپ اچوونکی دی او په نوي توپ ښه توپ اچونه کوي، نو د نورو لوبډلو پېلوونکي لوبغاړي له ستونزو سره مخ کوي.
مجیب الرحمن په ۲۰۱۹م آی پي ایل کې چې دولسم پړاو یې و، د پنجاب لوبډلې په ګټه ۵ لوبې کړې وې.
دې په پنځو لوبو کې هغه ۳ وېکټې واخیستې.
نوموړی له دې وروسته په یوه لوبه کې ژوبل شو او لاس یې ټپي شو، نو له نورو لوبو محروم شو او بیا تر وروستیو پورې له پنجاب لوبډلې سره ونه لوبېد.
سږ کال د پنجاب لوبډلې هغه بیا اخیستی او که د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه آی پي اېل پیل شي، د مجیب ښکلې توپ اچونه به بیا ننداره کړو.
۲۰۱۸ م آی پي اېل کې مجیب الرحمن په ۱۱ لوبو کې ۱۴ وېکټې اخیستې وې او په ټولو توپ اچوونکوکې دیارلسم توپ غوره توپ اچوونکی و.
مجیب الرحمن اوس ۱۹ کاله عمر لري او افغان لوبډله کې یو له هوښیارو توپ اچوونکو بلل کېږي.
نوموړی یوازینی افغان توپ اچوونکی دی، چې درې ډوله توپ اچونه کوي.
لېګ برېک ګوګلي، کېروم او اف برېک توپ اچونه یې تر ټولو نامي ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ