مبصرین: ملې لوبډله کې د منځ منډه جوړونکې لوبغاړي باید مسوولیت ومني

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبډلې د ټولو پنځوسو اورونو په لوبولو سره د نهو ویکټو په سوځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکی.
د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز ۱۲۷، راشدخان ۵۵، جاوید احمدي ۳۸ او نجیب الله ځدران بیا ۲۹ منډې جوړې کړې.
کله چې ایرلنډۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او په ۱۶ منډو توپیر یې له افغان لوبډلې ماته وخوړه.
دا چې افغان لوبډلې په پیل کې ښه توپوهنه وکړه، خو د جاوید احمدي تر سوځېدو وروسته د لوبغاړو ژر ـ ژر سوځېدنه یوځلې بیا د کرکټ مینوالو غوسې راپارولې.
د کرکټ مبصرین پر ټولنیزو رسنیو وايي، په دویم، درېیم او څلورم قدم کې راتلونکې توپوهونکې دي د پرونۍ لوبې خلاف نورو سیالیو کې بیا ښه توپوهنه وکړي او خپل مسوولیت دي ومني.
د یادو مبصرینو له ډلې یو هم د بي بي سي خبریال او د کرکټ شنونکی ایمل پسرلی دی، چې په وینا یې که د منځ منډه جوړونکې لوبغاړي خپل مسوولیت ونه مني په پاته دوو لوبو کې ګټل اسانه نه دي.
هغه پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې، چې نه رحمن الله ګربز هره ورځ سلیزه کولی شي نه راشد تل په پای کې پنځوسیزه کوي.
هغه لیکلي:
‹‹نه ګربز هره ورځ سلیزه کولی شي نه راشد تل په پای کې پنځوسیزه کوي. د منځ منډه جوړونکي که مسوولیت ونه مني په پاته دوو لوبو کې ګټل اسانه نه دي. که څرنګه؟››
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3622412791206533&id=100003135437588

په پرونۍ لوبه کې د منځ منډه جوړونکو لوبغاړو توپوهنه

۱- رحمت شاه نهه توپونو باندي ۳ منډې.
۲- اصغر افغان په څلورو توپونو باندي ۶ منډې.
۳- محمدنبي په اوو توپونو ۳ منډې.
۴- ګلبدین نایب په ۱۲ توپونو ۲ منډې.
افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې د لړۍ دویمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ