اپریل 21, 2021

ازاده مبارزه؛ اوس یو بل افغان لوبغاړی هم کابل کې لویه سیالي کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړي بازمحمد مبارز اعلان کړی، چې ډېر ژر به په کابل کې د یوه تکړه سیال په وړاندې سیالي ترسره کړې.

 

باز محمد مبارز پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۱م کال د اپرېل میاشتې په ۹مه نېټه به په یو لوی سازمان کي د کابل په کوربتوب لوبه ترسره کړې.

 

شل ورځې وړاندې احمدولي هوتک د برازیل هیواد تکړه لوبغاړي لیونارډو باربوسا ته په کابل کې ماته ورکړې وه.

 

ښاغلي هوتک باربوسا په دویم روانډ کي ناک اوټ کړ.

 

دا لومړی ځل وو، چې په هیواد دننه د ازادي مبارزې دومره لویه سیالي وشوه.

 

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ