بریا او پرمختګ خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کرونا

هغه لومړنی هېواد چې د کرونا ویروس پر وړاندې بریالی شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

اسلوونیا هېواد وتوانېد چې کرونا ویروس ته ماتې ورکړي او د دې ویروس په وړاندې، چې مبارزه ورسره کول سخت کار دی، بریالی شو.

د کرونا ویروس له امله، چې په اسلوونیا هېواد کې کوم بندیزونه لګېدلي وو، حکومت یې ټول بندیزونه لیرې کړل او د کرونا ویروس په وړاندې یې د بریا اعلان وکړ.

د اسلوونیا هېواد صدراعظم یامز یانش د کرونا ویروس په وړاندې د خپل هېواد د بریا اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې د دې هېواد وګړو کرونا ویروس ته ماتې ورکړه.

یامز یانش وویل: “په وروستیو دوو میاشتو کې کرونا ویروس پر دې هېواد څپه ووهله او تېر شو، نن موږ په ټوله اروپا کې د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه کې تر ټولو غوره لاستهراوړنه لرو.

خو له دې سره سره د اسلوونیا حکومت په بېلابېلو بیانیو کې له خلګو غوښتي، چې د کرونا ویروس د بیاراتګ لپاره لازم تدابیر ونیسي او سر له اوسه لا په خپلو کې واټن مرعات کي او ماسکونه وکاروي.

د دې ترڅنګ په دې هېواد کې به تر نامعلومې مودې هغه لوی مراسم بندی وي، چې زیات شمېر خلک پکې راټولېږي.

د راپورونو له مخې په اسلوونیا هېواد کې به ۱۴ ورځې نور هم د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه روانه وي.

په ټولیزه توګه په دې هېواد کې ۱۴۶۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو، چې له ډلي یې ۱۰۳ کسان مړه شول.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ