بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ کرکټ مخکښان

د ډېرو شل اوریزو لوبو ګټوونکي لوبغاړي

سپورټ یاران

د کرکټ په نړۍ کې داسې لوبغاړي تېر شوي چې د کرکټ مینه‌وال یې اوس هم یادوي، نو زړه یې ورپسې برېښ کوي، چې ښې بېلګې یې، سچېن ټېنډولکر، سېواګ، د افریقا جېکس  کېلېس، انډي فلاور، برېټلي، شعیب اختر، شېن  وارن، شېن واټسن او په دې وروستیو کې ایم اېس ډوني دي.

ایم اېس ډوني تازه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړی، خو دی په نړۍ کې هغه لوبډلمشر تېر  شوی، چې تر نورو یې زیاتې شل اوریزې لوبې ګټلي او غوره لوبډلمشري یې ترسره کړې ده.

ډوني د لوبډلمشر په توګه ۱۶۰ شل اوریزې لوبې ګټلي او په دې برخه کې له ټولو لوبډلمشرانو مخکې دی.

مهیندرا سېنګ ډوني له ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۱۷م پورې د لوبډلې لوبډلمشر و او په دې لړ کې یې د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۷م کې لومړی پړاو شل اوریز جام وګاټه. ورپسې یې د هندوستان لوبډله ډېری شل اوریزو لوبو کې رهبري کړې ده.

هغه د هندوستان پر ملي لوبډلې سربېره په آی پي اېل کې چینای سوپرکېنګز لوبډله هم پاللې او درې ځلې یې د دې لوبډلې مالکان په اتلولۍ خوښ ساتلي دي.

هغه په ټولو نړیوالو او سوداګریز شل اوریزو لوبو کې ۱۶۰ لوبې د لوبډلمشر په توګه خپلو لوبډلو ته ګټلي دي او د لوبډلمشرانو په منځ کې لومړی مقام لري.

ورپسې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ډېرین سمي دی.

هغه هم ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې په خپله لوبډلمشرۍ کې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله دوه ځلې په اتلولۍ نازولې ده.

سمي په ډېری سوداګریزو کرکټ لیګونو کې لوبډلمشري کړې او په دې برخه کې یې لومړي پړاو پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د  پېښور زلمي لوبډله تر اتلولۍ ورسوله.

په عرب سوداګریز کرکټ لیګ کې یې خپله د ویسټ انډیز جنګیالیو لوبډله په اتلولۍ ونازوله.

هغه په سل شل اوریزو لوبو کې د لوبډلمشر په توګه بریاوې خپلې کړي او د نړۍ په کچه دویم لوبډلمشر دی.

captain.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ