شهزاد محمدي له برېنډن مکالم سره یو شان روان دی

د کرېک ټرېکر وېبپاڼې په یو انځور کې د شهزاد محمدي او نیوزلېنډي برېنډن مکالم پرتله کړې او ویلي یې دي، چې شهزاد محمدي د وېکټ ساتونکي توپ وهونکي په توګه ۱۳ نیمه سلیزې وهلي، خو کله چې مو د شهزاد د کرکټ کریئر وکوت، هغه ۱۲ نیمه سلیزې جوړې کړي دي.
برېنډن مکالم هم ۱۳ نیمه سلیزې او دوه سلیزې وهلي دي.
شهزاد محمدي بیا شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه لري او ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې یې کړې وې.
د شهزاد او مکالم شل اوریزې لوبې؛

شهزاد محمدي ۶۵ شل اوریزې لوبې کړي، چې دريو لوبو کې ناسوځېدلی پاتې شوی دی.
ټولو شل اوریزو لوبو کې یې ۱۹۳۶ منډې جوړې کړې دي.
هره لوبه کې یې اوسط منډى ۳۱،۲۲ دي. ګوزار کچه یا سټرایک رېټ یې ۱۳۴،۸۱ دی.
۲۱۸ څلوریزې، ۷۲ شپږیزې، ۲۶ کېچ نيونه او ۲۸ یې سټمپونه کړي دي.

برېنډن مکالم ۷۱ شل اوریزې لوبې تر سره کړي، چې پکې یې (۱۲۴۰) منډې کړي دي.
مکالم له شهزاد څخه شپږ زياتې لوبې تر سره کړي دي.
که لوبې پیل شي او شهزاد، شپږ نورې لوبې وکړي، ممکن شهزاد له مکالم څخه وړاندې شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب