مارچ 3, 2021

ایم ایس ډوني ۱۵ ورځې له پوځ سره

د هندوستان نامتو توپ وهونکی، بریالی لوبډلمشر او د کرکټ ځلانده ستوری ایم ایس ډوني غواړي، چې د کشمیر په ښکلې دره کې له خپل پوځ سره پنځلس ورځې وخت تېر کړي.
ایم ایس ډوني چې په نړیوال جام کې د هندوستان لپاره ولوبېد او اوس د ویسټ انډیز د سفر لپاره نه دی اخېستل شوی، غواړي چې خپل وخت د جولای له ۳۱ مې نېټې د اګسټ تر ۱۵ مې نېټې پورې له پوځ سره تېر کړي.

د ډوني دا چاره ښایي د انګلستان پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ډېوېډ لایډ ته دروند ګوزار وي، ډېوېډ لایډ څلور ورځې وړاندې د مسخرې په ډول ویلي وو، که ډوني لوبو کې نه اخېستل کېږي، باید خپل وخت پوځ کې تېر کړي او خدمت وکړي.
اوس ډوني پرېکړه کړې، چې د کشمیر درې ته ولاړ شي او پوځ سره په خدمت کې برخه واخلي.
د ډوني دا پرېکړه انګلستاني ډېوېډ لایډ ته سیاسي څپېړه ده.
هندی هېټر به د پارا په نامه کېمپ کې ۵ ورځې وروسته له خپل پوځ سره یو ځای شي او نیمه میاشت به هلته پاتې شي.
د هندي پوځ ویاند ویلي ډوني به لکه د فعالو پوځیانو په څېر په ګزمو او نورو فعالیتونوکې ونډه واخلي.

ښایي چې ډوني هم له خپل پوځ سره بې کچې مینه لري؛ نوموړي نړیوال جام کې د پاکستان خلاف لوبه کې د پوځ لاس پنجې په لاس کړې وې.
پاکستان بیا د کرکټ نړیوالې شورا ته په دې اړه شکایت هم کړی و، د کرکټ نړیوالې شورا ډوني ته وویل، چې بیا پوځي نښان لرونکې دستکشې وانه چوي.
د هندۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر  ایم ایس کی پراساد ویلي:

«د ډوني په څېر افسانوي او بریالی لوبغاړی که تقاعد هم شي بیا به یې هم نوم د خلکو په زړونوکې وي او د هغه خدمات د هندوستان او کرکټ نړۍ ته نه هېرېدونکي دي»