هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

”که د غاښونو د بورس پر ځای موت واش استعمال کړم !؟ “

که د غاښونو د بورس او کریمو په ځای موت واش Mouthwash (خوله پریمینځونکی مایع ) وکاروم، څنکه به وي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ډیرو ناروغانو د غاښونو له هندي ډاکترې شروتی شانباګ څخه کړې ده.

نوموړې وايي:
له موږ څخه هره ورځ همدا یو پوښتنه کیږي، چې زه خو غاښونه نه بورس کوم، مګر موت واش کاروم. دا به څنګه وي؟… ځینې نور ناروغان وايي، چې سره له دې چې دوې هره ورځ موت واش کاروي، خو بیا هم خوله يې بوي کوي.

د غاښونو د يوې ډاکترې په توګه زه ویلای شم، چې موت واش (خوله پریمینځونکی مایع ) هیڅلکه هم د غاښونو د بورسولو بدیل نشي کیدلای.

د موت واش تولیدونکې کمپنۍ ادعا کوي، چې تولید يې ګڼې ګټې لري. خو ایا ددوې دا ادعاوې سمې دي؟

ډاکتره شروتی شانباګ دې پوښتنې ته ځواب وايي او د موت واش په ګټو او زیانونو خبرې کوي.

د موت واش ګټې:
۱ـ د غاښونو زیانمنه شوی برخه رغوي
موت واش (خوله پریمینځونکی مایع ) په غاښونو کې سوري او هلته شته بکتریاوو پسې ځان رسوي او د غاښ سوری له لا نور تخریب څخه ژغوري.

خو په یاد ولرئ، چې د موت واش زیات استعمال او یا هم په موت واش کې د زیاتې ذایقې شتون د ګټې په ځای تاوان لري.

۲ـ ورۍ سلامتې ساتي.

موات واش (خوله پریمینځونکی مایع ) د وریو سره د تړولو ناروغیو مخه نیسي. په موت واشونو کې د بکټریا ضد موت واشونه یا خوله پریمنځونکي د وریو د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې ګټور ثابت شوي دي.

۳ـ د خولې د پولۍ کیدو مخه نیسي.

موت واش د خولې د پولۍ شوي برخې په رغیدو کې مرسته کوي. یغنې موت واش په زیانمنه شوې برخه کې شته بکتریاوې ختموي او د خولې د پولۍ شوې (وتلې) برخې په رغیدو کې مرسته کوي. د مالګې تړمې اوبه هم دا کار په اسانۍ کولای شي.

۴ـ امیدارو میندو ته د موت واش استعمال ښه دی.
هغه میرمنې چې حامله وي، د موت واش (خوله پریمینځونکی مایع ) استعمال ورته ګټه لري او هغوې د وریو له ناروغیو څخه ژغوري. کله چې ددوې ورۍ صحې سلامتې وي، نو ددوې وینې ته له دې لارې د بکتریاوو د ننوتلو مخه نیول کیږي.
ډاکتره شروتي وايي، چې ټول موت واشونه یو ډول نه دي. ځینې يې بې له شکه چې ګټې لري؛ خو ځینې نور يې بیا ګټور نه دي.

د موت واش تاوانونه:
۱ـ خوله پولۍ کوي.
مخکې مو وویل، چې موت واش د خولې د داخلې برخې د وتلو مخه نیسي او د خولې پولۍ شوې برخه رغوي؛ خو ولې دا د ټولو خلکو لپاره یو ډول نه ده. ځینې خلک چې خوله يې زیاته وتلې وي، د موت واش استعمال ورته د ګټې په ځای تاوان لري. خصوصا هغه خلک چې الکول څښي، موت واش ورته ګټه نه لري.

۲ـ خوله بد بویه کوي.
موت واش سره له دې، چې د خولې د ښه بوي لپاره استعمالیږي، خو که د خولې سمه ساتنه ونه شي او روغتیا ته يې پام ونشي، موت واش کټه نه لري او خوله به بدیوه وي.

۳ـ الکول لرونکی موت واش د خولې سرطان پیدا کوي.
دا یوه جنجالي موضوع ده، چې ان له ۱۹۷۰ یمو کلونو څخه تر بحث لاندې ده. ډاکتران وايي، چې الکول لرونکی موت واش د خولې د سرطان د پیدا کولو احتمال لوړوي.

پایله: د موت واش استعمال ښه خبره ده. خو که تاسې یواځې موت واش استعمالوئ او د خولې او غاښونو عمومي روغتیا ته پام نه کوئ، نو موت واش په یواځې سر ډیره ګټه نه لري. د غوره نتایجو ترلاسه کولو لپاره خپل غاښونه بورس کړئ او موت واش هم استعمال کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */