خواړه روغه سټه

د خولې سرطان، نښې او درملنه یې!

ژباړه: نسیمه محمدي

د خولې سرطان، د سرطان ناروغۍ له پېژندل شویو ډولونو څخه دی.

سرطان په عمومي توګه په دې ډول تعریفېږي: د سلولونونو نه کنترولېدونکې وده، چې په خپلو شاوخوا حجرو یرغل کوي او زیان ورته رسوي. د خولې سرطان، لومړی د خولې د زخم په ډول څرکندېږي. هغه زخم چې نه رغېږي. د خولې سرطان د شونډو سرطان، ژبې، غومبري، د خولې ښکته برخه، د خولې سخت او نرم سقف، سینوس او د ستوني برخې شاملېږي. د خولې د سرطان نښې چندانې ښکاره او واضح ندي.د راپورونو پر بنسټ؛ دا ډول سرطان که چېرې ژر تشخیص نشي، وژوونکی دی. د خولې سرطان تشخیص په آسانۍ سره امکان نلري، خو که چېرې په وخت وپېژندل شي، د درملنې چانس یې ډېر دی.

د خولې سرطان نښې څه دي؟

د خولې د سرطان پېژندل شوی نښې عبارت دي له:

  • پړسېدل، کتلې ته ورته نښې، د شونډو پر مخ ورۍ او یا د خولې پورتنۍ برخه کې کلک یا شړېدلي زخمونه او نښې
  • له لامل پرته د خولې وینه کېدل
  • له دلیل پرته د مخ د یوې برخې، خولې یا غاړې بې حسه کېدل
  • پر مخ، خولې او غاړې د زخمونو جوړېدل، چې په آسانۍ سره وینه ورکوي او تر دوه اونیو پورې نه رغېږي.
  • په ستوني کې د یو څه د بند والي احساس
  • د خوړو ژولو او تېرولو ستونزه، په خبرو کولو کې د ژامې او ژبې ټکانونه
  • غوږ درد
  • د غاښونو او ژامو په موقعیت کې بدلون راتلل
  • د غږ ډډوالی، د ستوني دوامداره درد او د غږ بدلونونه
  • په خوله کې د سور یا سپین بخمل په شان د لکو پیدا کېدل
  • د وزن ناڅاپي بدلون او کمېدل

تشخیص

د غاښونو د طب د یوې برخې په عنوان، د غاښونو ډاکټر له لوري ځینې معاینات تر سره کېږي. د غاښونو ډاکټر د هر ډول بدلون، کتلې، د غاړې ، سر او مخ نا منظمه بدلونونو په لټه کې وي. همدارنګه د خولې د معاینې پر وخت هر ډول ټپ او د حجرو د رنګ بدلون یو نښه ده. د خولې د سرطان پېژندل باید جدي وګڼل شي. د غاښونو ډاکټر کېدای شي د مشکوکو حجرود شتون په صورت کې ستاسې د خولې بیوپسي تر سره کړي. دا بیوپسي له درد پرته د غېر طبیعي سلولونونو لپاره د یوې کوچنۍ نمونې اخېستل دي. که چېرې حجرې زیاتې مشکوکې وي روغتیا پال د جراحۍ له چړې سره د بیوپسي سپارښت کوي. په دې طریقه کې ناروغ ته موضعي بېهوښي ورکول کېږي او د غاښونو د متخصص په واسطه تر سره کېږي. دا آزمايښتونه د سرطان پر وخت پېژندلو لپاره اړین دي.

کوم خلک د خولې د سرطان له ګواښ سره مخ دي؟

د آمريکا د سرطان ناوغۍ ټولنې د راپور پر بنسټ، نارینه د ښځینه وو په پرتله ډېر له دې ګواښ سره مخ دي. همدارنګه هغه نارینه چې له ۵۰ کلنۍ پورته عمرونه لري، له نورو ډېر په دې ډول سرطان د اخته کېدو سره مخ کېږي.

هغه لاملونه چې د خوبې په سرطان د اخته کېدو خطر زیاتوي عبارت دي له:

۱: سګرت څکوونکي، دا ډله خلک شپږ برابره زیات د نه کاروونکو په پرتله ګواښل کېږي.

۲: د ژوولو په ډول د تنباکو کارول. دا کسان ۵۰ برابر له هغو چې تنباکو په ورۍ او شونډه کې ږډي، ډېر په دې ناروغۍ اخته کېږي.

۳: د الکولي مشروباتو کارول. د الکولو مصرف په دې ډول سرطان د اخته کېدو چانس شپږ برابره زیاتوي.

۴: په کورنۍ کې د سرطان ناروغۍ مخینه.

۵: د لمر سوځنده وړانګو ته پاتې کېدل، په ځانګړي ډول په کم عمر کې.

۲۵ سلنه وګړي چې د خولې په سرطان اخته کېږي، سګرت نه څکوي او له الکولي مشروباتو کار نه اخلي.

د خولې د سرطان درملنه

د خولې سرطان لکه د نورو سرطانونو په څېر د درملنې وړ دی. د سرطاني غُدې ایستل او وړاندې د سرطاني حجرو د لمنځه وړلو لپاره تجزیه کوونکي درملنې اړینې دي.

د خولې سرطان د مخنیوي لپاره اړین ټکي

سګرت مه څکوئ او د الکولي مشروباتو څخه په کلکه ډډه وکړئ.

منظم او متعادل خوړنیز رژیم ولرئ.

د لمر وړانګو سره لږ مخ شئ، ځکه د شوندې د سرطان لامل ګرځي، په ځانګړي توګه ښکتنۍ شونډه. د مخ او پوستکي سربېره پر شونډو هم د لمر ضد کریم وکاروئ.

د غاښونو ډاکټر سره د لیدلو لپاره منظم مهال وېش ولرئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.