مارچ 5, 2021

ویې لولئ، ویې کاروئ؛ دا جادویي جملې مو ژوند بدلوي

پښتو متل دی: خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده!
دلته به داسې جملو سره بلد شئ، چې جادویي دي، خلک متاثروي او ستاسې پر ژوند او اړیکو خورا مثبت اغېز لري.
راځئ دا جملې وپېژنئ، وکاروئ او له ګټو یې برخمن شئ.
د (نه شم کولای) پر ځای( نه خورم)
ځینې خلک روغتیایي ستونزې او ممانعتونه لري. مثلاً: دوی له خوږو، ترخو یا بل داسې څه نه پرهیز وي او غذایي رژیم لري.
یو ځای کې که چا سره پر ډوډۍ یا مجلس برابریږي، د دې پرځای چې ووایي( نه شم کولای) ودې وایي: ( نه خورم).
د دواړو کلیمو توپیر دا دی، چې په (نه شم کولای) کې د کمزورۍ خبره پرته ده او طبعاً د دغه کس روان ځوروي، خو په (نه خورم) ویلو کې کمزوري نه؛ بلکې قوت شته.
دا خبره یې نه یوازې ځوروي نه؛ بلکې ورته وایي چې پخپله خوښه یو څه نه خوري.
د مطلق پرځای نامطلقې خبرې
ځینې خلک عادت دي، چې وایي: هیڅ کله، هیڅ شی او هر وخت.
مثلاً: هیڅکله هلته نه ځم، هیڅ شی نه منم، هر وخت داسې کوم.
په رواني او انساني لحاظ داسې خبرې معقولې او جالبې نه دي.
که مو مطلقې خبرې وکړې، مجبوره به یئ، چې بیا هماغسې وکړئ.
په داسې حال کې چې انسانان پر مطلقو خبرو عمل نه شي کولای.
غوره ده، چې نامطلقې او معقولې خبرې وکړې.
د دې پرځای غوره ده، چې د نا مطلقو خبرو اصطلاحات او جملې وکاروئ.
مثلاً: زه ځینې وخت داسې کوم، ځینې خلک داسې دي، ځینې کارونه باید داسې وشي او ځینې وخت باید داسې وکړو.
په دې خبرو نه احساساتي ښکارئ، نه بې عقله او ضدي او نه هم دا خبرې تاسې په زنځیرونو کلک تړي.
د ( مجبوریم) پرځای( عادت کوم)
انسانان ټول خپل ـ خپل مجبوریتونه او کمۍ لري.
هیڅ داسې څوک ممکن نه شي پیدا، چې سل سلنه له خپل ژوند او وضعیته راضي وي.
که هرڅوک وپوښتئ، حتماً به سل مجبورۍ لري او له ژونده به نارضایتي ښيي.
خو هوښیاران حتا له خپلو مجبوریو سره ځان عادتوي. دوی نه وایي، چې مجبوره دي دا کار وکړي، یا داسې ژوند وکړي.
د دې پرځای وایي: اوس عادت شوی یم، چې داسې وکړم.
تاسې هم د دوی په څېرشئ او د مجبورۍ پرځای د عادت کیدو له ټکي استفاده وکړئ.
د زیاتو خبرو پرځای یو(بښنه غواړم) کافي ده!
هوښیار خلک د دې پرځای چې په یوه خبره چا سره زیاتې چنې ووهئ، په یوه جمله کې وایي: بښنه غواړم!
همدا شان د زیاتو چنو وهلو پرځای د ( مننه کوم) یوه جمله کاروي او خپل زیات وخت په تاویلوـ ماویلو نه ضایع کوي.
د دې ترڅنګ د سل ځله( هو) ویلو پرځای ځینې وخت یو ځل (نه) ویل ډېر ښه تمامیږي.
دا کلیمه هغه وخت وکاروئ، چې پوهیږئ یو کار نه شئ کولای.
په دې وخت کې د دروغجنې (هو) ویلو پرځای یو ځل( نه) ووایئ.
همداسې هوښیاري وکړئ، د هوښیارو خلکو په شان وغږیږئ، ژوند به مو خوشاله وي.