ژباړه: عطا محمد میاخېل
په ګډه ځو د غوره او نویو انګېزه بښونکو جملو په لور، چې تاسو ته مثبته انرژي درکوي او د دې سبب ګرځي، ترڅو د خپل ژوند مثبت کارونه په لا ډېر ځواک سره ترسره کړئ.
مثبتې ټینګاریزې (تاکیدي) جملې د بریا یوه له اصلي کیلي ګانو څخه ده او که چېرې تل او په سمه توګه تمرین شي، نو تاسو د تل لپاره، له منفي افکارو څخه لرې کوي او مرسته کوي، چې محدود کوونکي افکار لرې کړئ. بریا یوه دنننۍ ذهني لوبه ده، که وکولای شئ په خپل ذهن کې داسې فرد تصور کړئ، چې هرڅه یې ترلاسه کړي دي، د دې چانس ډېر زیات لیدل کېږي، چې په هماغه فرد باندې بدل شئ.
مثبتې ټینګاریزې جملې د با خبره افکارو او د ذهن له نا خبره چلندونو سره یوه اړیکه ده. موږ د ورځې ډېرې زیاتې مثبتې او منفي ټینګاریزې جملې کاروو، پرته له دې، چې حتا په اړه یې فکر هم وکړو، ډېری ټینګاریزې جملې منفي دي، چې د شخصیت د راټیټېدو، ناسمې تصمیم نیونې او منفي لید سبب ګرځي، کولای شئ د دې جملو کنټرول په خپل لاس کې واخلئ او د خپل ذهن د آرامتیا او کنټرول لپاره هیپنوتیزم ترسره کړئ. تر ټولو آسانه کار، چې کولای شئ د ذهن د پیاوړتیا او روغې سټې لپاره یې ترسره کړئ، د بریالیتوب لپاره، له مثبتو ټینګاریزو جملو څخه ګټه اخیستنه ده.
د مثبتو ټینګاریزو جملو ارزښت
یو له هغو دلیلونو څخه، چې د دې سبب ګرځي، ډېری کسان بریا ته ونه رسېږي، دا دی چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، د عمل پړاو ته نه ننوځي، هغوی تل په هغو محدود کوونکو باورونو باندې تکیه کوي، کوم چې والدینو یې د دوی په ذهن کې رامنځته کړي دي، د دې لپاره، چې موخو ته د رسېدو لپاره لا ډېره لېوالتیا ولرئ، ډېره زیاته مهمه ده، چې هره ورځ له ځانه سره مثبتې ټینګاریزې جملې تمرین کړئ، هرکله چې د بریا لپاره، له مثبتو ټینګاریزو جملو څخه کار اخلئ، نو ذهن ته مو په ناخبره توګه مثبت پیغام استول کېږي. د بریا لپاره مثبتې ټینګاریزې جملې، ستاسو ژوند ته شتمني، روغتیا او ښه موقعیت رابلي.
د بریا لپاره ۱۰ مثبتې ټینګاریزې جملې
مثبتې ټینګاریزې جملې حتا په سختو او ستونزمنو شرایطو کې هم تاسو ته مثبت لید در په برخه کوي، دا جملې موږ ته د پیل مثبت ټکی را په ګوته کوي او باید له هغو څخه ډېره زیاته ګټه واخلو. د دې لیکنې په دوام په هغو مثبتو ټینګاریزو جملو باندې رڼا اچول شوې ده، چې کولای شو، په ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلو:
۱ ـــ بدن مې روغ، ذهن مې هوښیار او روح آرامه دی
روغ بدن له روغ ذهن او روح سره مستقیمه اړیکه لري. که ذهن له منفي احساساتو څخه ډک وي، روح او بدن هم تر اغېزې لاندې راځي. د روغتیا او ناروغۍ یوازینی دلیل په خپله یاست، کولای شئ هغه جواز، چې په با خبره او یا هم نا خبره توګه مو د نړۍ ټولو ناروغیو ته ورکړی دی، له منځه یوسئ او لغوه یې کړئ، ځکه تاسو هغه درد شریک کړی دی. کولای شئ، د دې ناروغیو پر وړاندې، له ټینګاریزو جملو څخه په ګټه اخیستنې سره، هره ورځ مبارزه وکړئ.
۲ ـــ باور لرم، چې هر کار ترسره کولای شم
دا جمله په ځان باندې د باور د لا زیاتوالي لپاره، هره ورځ له ځانه سره تکرار کړئ، د دې جملې په ویلو سره، هرڅه او هر کار مو چې ذهن ته رسېږي، ترسره کولای یې شئ.
۳ ـــ هره پېښه زما په ګټه ده
هېڅ پېښه ناڅاپي او تصادفي نه ده، په حقیقت کې موږ انسانان، داسې یو څه جذبوو، چې د هغه برخه یو، نو زموږ په ژوند کې هره پېښه دلیل لري او زموږ له ژوند سره همغږې شوې ده.
۴ ـــ زه د خپل ژوند جوړونکی یم، زه یې بنسټ جوړم او مواد یې ټاکم
ټینګاریزې جملې باید هره ورځ سهار کله چې له خوبه را ویښېږئ، تکرار یې کړئ، هره ورځ یو نوی پیل دی او کولای شئ، لکه څنګه مو چې خوښېږي جوړ یې کړئ، ځکه تاسو د خپل ژوند جوړونکي یاست. که خپله ورځ مو په یوې مثبتې ټینګاریزې جملې یا یوه مثبت فکر سره پیل کړئ، هغه ورځ به مو په یوې غوره او بریالۍ ورځې باندې بدله کړې وي.
۵ ـــ چا چې په تېر کې ما ته زیان رسولی دی، بښم یې او ترې ګوښه کېږم
دا جمله د هغه کار د هېرولو په مانا نه ده، چې له تاسو سره یې کړی دی، بلکې په دې مانا ده، چې هغوی مو بښلي دي او درس و عبرت مو اخیستی دی. د بښنې ځواک هغه څه دی، چې تاسو ته د پرمختګ اجازه درکوي او کولای شئ، له نورو سره، له تړاو پرته، خپل ژوند ته دوام ورکړئ.
۶ ـــ د ننګونو د له منځه وړلو او بریا لپاره زما وړتیا نامحدوده ده
تاسو هېڅ محدودیت پرته له هغه چې په خپله مو په خپله لاره کې جوړ کړی دی، نه لرئ. څه ډول ژوند مو خوښېږي؟ څه څیز ستاسو مخه ډب کړې ده؟ څه خنډ مو د ځان لپاره جوړ کړی دی؟ دا مثبته ټینګاریزه جمله مرسته کوي، له دې ټولو خنډونو څخه تېر شئ. نن زاړه عادتونه پرېږدم او مثبت عادتونه یې ځای ناستي کوم، تاسو جوړښت کوونکی موجود یاست او په هغې جوړونکې انرژۍ سره، چې ستاسو په دننه کې څپې وهي او تاسو ته د نویو نظریو او نوي ذهنیت په لور لارښوونه کوي، د دې سبب ګرځي، چې دا جوړونکې انرژي ستاسو په دننه کې جریان ولري.
۷ ـــ زه کولای شم سرلوړی شم او لوړو مقامونو ته ورسېږم
یوه له مثبتو ټینګاریزو جملو څخه داده، چې هره ورځ خپل ځان ته ووایئ، چې کولای شئ لوړو مقامونو ته ورسېږئ، په خپلو خوبونو او تخیلاتو باندې تمرکز وکړئ او دې ټینګاریزې جملې ته له خپلو تخیلاتو سره تړاو ورکړئ. دا مثبته ټینګاریزه جمله، په تکرارولو سره په واقعیت باندې بدلېږي.
۸ ـــ نن له انرژۍ څخه مالامال او خوشاله یم
خوشالي له دننه څخه پیلېږي، نه له بهر څخه، نو هره ورځ سهار له را ویښېدلو څخه وروسته، مثبتې ټینګاریزې جملې تکرار کړئ او دا په یوه عادت باندې بدل کړئ.
۹ ـــ زه خپل ځان هماغه ډول چې یم منم او خوښوم یې
له خپل ځان سره مینه لرل، د مینې لرلو تر ټولو خالصه او لوړه درجه ده. کله چې له خپل ځان سره مینه ولرئ، په نا خبره توګه ځان ستایئ او خپل ځان ته درنښت کوئ، که په هغه کار کې، کوم چې ترسره کوئ یې، په ځان باندې باور ولرئ، نو هڅول کېږئ، چې ستر کارونه ترسره کړئ.
۱۰ ـــ په خپل ځان باندې باور ولرئ، ترڅو لا ډېرو فرصتونو ته ورسېږئ
که چېرې له دې وو او نورو ټینګاریزو جملو څخه کار واخلئ، په ناخبره توګه فرصتونه جذبوئ او په خپلو کارونو کې بریالي کېږئ. دا ستاسو مسؤولیت دی، کله مو چې کوم فرصت تر لاسه کړ، په زړورتیا سره کړنې ترسره کړئ. که یوازې مثبتې ټینګاریزې جملې تکرار کړئ او عمل ونه کړئ، نو بریالي به نه شئ.