افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر

ایا تذکره کې د «مور» نوم لیکل اړین دي؟

لیکنه: مهر تاج
لیکنه: مهر تاج

د نوم فلسفه دا ده چې د دوه شیانو ترمنځ پرې توپیر وکړای شو.

د بچو له حقونو یو حق هم په مور او پلار د ښه او بهتره نوم ایښودل وي، باید داسې نوم پرې کیږدو، چې په ټولنه کې د ملنډو، شرمنده ګۍ یا خفګان باعث نه شي.

د نوم په ایښودلو کې هره ټولنه خپل عرف او دود لري، عربان کنیه لازمي ګڼي، ځينې خلک درې نومه لري چې د خپلې ټولنې د دود سره سم یې ایښي وي، کیدای شي ډېر ځل دوه نومونه یو شان وي، نو د پلار نوم او ان د نیکه نوم هم په اسنادو کې لیکي، فلسفه یې همدا ده چې نومونه سره ګډ نه شي، احمد له احمده جلا شي.

په افغانستان کې همدا دود مروج دی، تر اوسه پورې داسې قضیه نه ده ثبت شوې، چې د نیکه تر نامه پورې دوه کسان یو شان وي، که پیدا هم شي، د سیمې اختلاف دغه قضیه حلوي.

نو بیا په تذکره کې د مور د نامه لیکلو ګټې څه دي؟

ړوند تقلید یوه ټولنه له خپل تشخص نه وباسي، د هغې دود له منځه وړي، له خپل کلتور نه یې وباسي، په داسې حال کې چې کلتور او دود به یې نه ملي ګټې زیانمنوي، او نه به کومه ټولنیزه ستونزه زیږوي، ځينې فکر کوي چې دا نو تمدن دی، نړۍ یو کلی ګرځېدلی او موږ د دې کلي غړي یو، باید د هغوی هر کلتور راخپل کړو څو متمدن معلوم شو، خو په دې نه پوهېږي چې دا تمدن نه بلکې د تمدن د هندواڼي هغه پوستکي دي چې څاروي یې خوري.

که لویدیځ دا کار کوي، د هغوی کلتور همدا ایجابوي، هلته زوی مور ته منسوبیږي، ضرورت دی، خو په افغانستان کې، چې تر اوسه یې مېرمنې تذکره (پیژندپاڼه) نه لري، او ته یې په تذکره کې د مور نوم لیکې، دا به ډېره بې منطقه خبره وي، دا هېواد خپل کلتور لري، خپل دود او عنعنې لري، خپل ادب او ثقافت لري او دا د دې وطن تشخص دی، په تدریجي ډول له دې هېواده تشخص مه توږئ، په زوره خلک د تذکرو له اخیستلو مه زړه توري کوئ، خلک د تمدن په پوستکو مه غولوئ، د تمدن لپاره بنسټیز کار وکړئ.

تمدن له دوه عنصرونو جوړ دی، یو یې مادیات او دوهم یې معنویات دي، که په دې کې هر یو معدوم شي، تمدن معدومیږي، تاسې په دې دوه برخو کې کار وکړئ، شکلیات د هېڅ رنځ دوا نه شي کیدلی.

ځینې وايي؛ دا د مور اعزاز دی، ښځو ته درناوی دی چې نوم یې په تذکره کې ولیکل شي، خو د مور درناوی او عزت په دې کې نه دی چې په تذکره کې دې ولیکل شي، د میندو نومونه په زړونو حک کېږي، په افغاني ټولنه کې میندو ته درناوی کېږي، د لویدیځ په څېر یې په مسن خانو کې نه ساتي، له کوره یې نه وباسي، په ټوله معنی ورته احترام لري.

زما پرېکړه ټولییزه ده، اسثنایي نه ده، کیدای شي په فردي توګه داسې افغانان وموندل شي چې مور ته هېڅ درناوی ونه لري، فردي پیښې په هره ټولنه کې شته دی، میندو ته درناوی هم د افغانانو کلتور دی، د نړۍ د ډېرو ملتونو کلتور دی، زه د دین خبره نه کوم چې مور ته یې په درناوي امر کړی دی، په دې برخه کې افغانان پر ځان دوه مراقبین (څارونکي) لري؛ چې یو یې وجدان او دوهم یې ایمان دی.

مور ته درناوی، طبیعي پدیده ده، ډېر ملتونه شته چې لادینه دي، خو میندو ته درناوی لري، دغه درناوی یې د ژوند یو دود ګرځېدلی دی، راځئ چې په تذکره کې د میندو د نوم د لیکلو پر ځای یې په خپل زړه ولیکو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ