هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي؛ دا ټکي دې په پام کې ولري

ژباړه راټولونه: مریم مجمدي
څیړنه ښودلې هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې خپلې طبیعي شیدې ورکوي، په دوی کې د شکر کچه ۴۷ سلنه راکمیږي، د هغو میندو په پرتله کومې چې خپلو ماشومانو ته چمتو شوي خواړه ورکوي، او په هغو ښځو کې چې تر شپږو میاشتو ماشومانو ته شیدې ورکړي ۲۵ سلنه د شکر ناروغۍ کمیږي.
سربیره پر دې چې ماشومان ته شیدې ورکولو د مور او ماشوم په ګټې دي، خو یو نیم میندې خپلو ماشومانو ته د دې لپاره شیدې نه ورکوي، چې دوی د شیدو له کمښت سره مخ وي، نو د دې لپاره چې میندو شیدې هم ډیرې شي او هم یې خپله روغتیا ښه وي، نو دا لاروښونې دې عملي کړي:
۱- مور ته په کار چې د خپلې روغتیا لپاره ښه خواړه وخورئ.
۲- میندې دې پوره خوب وکړي، په شپه او ورځ کې د ۸ ساعته خوب ورته ضرور دی .
۳- د چای سره کجوري او ممیز وخورئ.
۴- په ګرمي کې د زیاتو خولو له ضایع کیدو څخه د مخنیوي کوښښ وکړئ .
۵- هغه میندې چې شیدې ورکوي د ورځني کارونو د ترسره کولو په وخت کې دې له بیړې کار نه اخلي، دمه او استراحت دې حتمي وکړي.
۶- ماشوم ته ژر ژر او تر ډیره شیدې ورکړئ، په دې کار سره د شیدو جریان ښه کیږي.
۷- لوږه او تنده باید په ځان تیره نکړئ، دا کار د بدن د ضعیفتوب سربیره د شیدو د کمښت سبب هم کیږي.
۸- د ذهني او فزیکي سکون کولو لپاره کوښښ وکړئ.
۹- د زیات مایعات لرونکي خواړه یخني، هندواڼه، خربوزه او تازه سبزي دې وخوري.
۱۰- که چیرې په همدې کورني علاج سره شیدې زیاتي نه شوې، په دوهم قدم کې طبي علاج لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.