د موتای افغان لوبغاړي د نړيوالو سیالیو لپاره ټایلینډ ته ولاړل

راپور: صابر حمیدي
د افغانستان د موتای ملي لوبډله د موتای په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون د پنجشنبې په ورځ د ټایلینډ هیواد ته ولاړه.
د موتای دا نړیوالي لوبي نن د جمعې په ورځ د ۱۰۷ هیوادونو ترمنځ د ټایلینډ هیواد په بانکوک ښار کي پېلیږي.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۱ افغان لوبغاړي برخه اخلي، چي له ډلي ئې ۲ ښځینه او پاته نارینه لوبغاړي دي.
د دوی په خبره، چي یادي دوې ښځينه لوبغاړي حفیظه بهمني او فرشته شیرزاد دي، چي د افغانستان لپاره ئې په مخکنیو سیالیو کي مډالونه راوړي دي.
د یادو ۱۱ افغان لوبغاړو سره په دې سفر کي دوو روزونکو او یوه لوبڅار هم ګډون کړی، چي روزونکي به د لوبغاړو مدیرت پر مخ وړي او لوبڅار به بیا د لوبو قضاوت کوي.
د افغانستان د موتای لوبډلي تر دې مخکي په ۲۰۱۶م کال کي د روسیې په کازان ښار کي سیالۍ ترسره کړې، چي ۳ د برنزو مډالونه ئې خپل کړي وه.
په کابل کي د موتای فدارسیون مسئول هیله وښوده، چي افغان لوبډله به په دې سیالیو کي ښې لوبي ترسره کړي.