افغانستان ټولنیز ژوند

د افغان تراژیدۍ یوه مستنده کیسه؛ مور یې د کوچنۍ لور مخکې ووژله!

اعلان

د مازیګر درې او پینځلس دقیقې دي، په ځانمرګو واسکټونو او نورو درنو وسلو سمبال ۵ کسان د کابل ښار ختیځ کې عبدالحق څلور لاري ته نیږدې د ولسمشریزې ماڼۍ په یو کیلومترۍ کې په هم مهاله توګه د ټولګټو او د شهیدانو او په معلولینو په چارو کې د دولت پر نوي جوړ شوي وزارت ورننوځي.

مامورین او چارواکي چې هم سړې هوا او هم ورځینیو کارونو ځپلي، لار ورکي کیږي.

د دوی دفترونه داسې جوړ شوي،چې د تېښتې کومه لاره یې نشته. وسله یا د دفاع کومه وسیله هم نه لري، چې بریدګرو سره وجنګیږي.

څوک یوه، څوک بله خوا منډې وهي. هرڅوک خپل غم په سر اخیستی، هریو غواړي ځان خوندي کړي، خو وایي اولاد د زړه ټوټه ده.

په دغه وخت کې هم یوX مور خپله یو نیم کلنه لور په غېږ کې کلکه نیولې. د ځان د نجات ترڅنګ غواړي خپله لور هم وژغوري؛ حتا که دا وهم وژل شي، خو د لور ژوند ورته مهم دی.

له دفتره راوتې، یوه خوا – بله خوا ګوري، ویني چې شاته د تېښتې کومه لاره نشته. په خدای توکل کوي او همداسې د دفتر دهلیز ته منډه اخلي.

دا ښځه ترینا نومیږي.

څه پېښبږي؟
ترینا خپله لورکۍ غېږ پورې کلکه نیولې، د درنو ډزو غږونه اوري، خو د ژغورنې له هڅو نه په شا کیږي.

په دهیلز کې منډې وهي، چې وسله وال کسان ورته په مخه ورځي.

وسله وال چې څو پرې ډزو ته ځان برابروي، دا یې لور شاته غورځوي او د دوی ډزو ته ځان نیسي.

هغوی ترینا څو ډزه ولي، نور ترې ځي، چې خپل نور هدفونه په نښه کړي.

په وینو لړلي جسد ته ساندې
د ترینا لور حسنات، چې شاوخوا یو نیم کال عمر لري او پخپلو سترګو یې په نړۍ کې د خپل تر ټولو لوی نعمت (مور) قتلیدل لیدلي، د مور له مړینې وروسته د هغې بې روحه او په وینو لړلي جسد ته ساندې پيلوي.

حسنات له دې نړۍ تللې مور ته غاړې وځي، ژاړي، ژاړي او ترهغې ژاړي چې څه یې ژړا د زړه زور اخلي او څه د سړې هوا له وجې بې هوښه کیږي.

ساعتونه وروسته ان نهه ساعته وروسته تپه تیاره ده، بریدګر وژل شوي، امنیتي ځواکونه راځي څو د ایسار پاتې یا وژل شویو کسانو حال واخلي، د حسنات پر مور او هغې یې سترګې لګیږي.

حسنات او مور یې وړي، مورخو یې لاره جلا کړې وي، خو دا سخته ناروغه شوې نجلۍ لس ورځې په روغتون کې بستروي.

د شهیدانو وزارت نامراده شهیده
ترینا ۲۵ کلنه او د کابل د ده دانا سیمې اوسیدونکې وه. هغې همدلته کابل کې د حسابدارۍ انستیتوت لوستی و (په عامه اصطلاح څوارلسم پاسه وه.)

ترینا د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پر یوه شپږم بست کار کاوه، چې میاشتینی معاش یې ۷ زره افغانۍ و.

دغې مېرمنې نیږدې ۲ کاله مخکې له یوه یتیم او په سختیو لوی شوي هلک سره واده کړی و.

د ژوند ملګري یې نه خپله مور او نه پلار لیدلی و؛ هغه اوس د یوه خصوصي بانک کارکوونکی دی، چې معاش یې د مېرمنې له معاش څخه چندان ډېر نه دی.

هره ورځ یوه تراژیدي
حسنات ماشومه ده، هغه پالنه غواړي، پلار به یې کارـ روزګار ته ځي، خو دا مور ته اړتیا لري، هغې بې بدیله انسان ته چې د نړۍ پر مخ یې هیڅوک حسنات ته تشه نه شي ډکولای!

د حسنات د ژوند هره ورځ یوه تراژیدي ده، د هغې که مور جسماً ووژل شوه، دا هم ورسره په هماغه شېبه په رواني لحاظ وژل شوې ده.

حسنات اوس په اونۍ کې یو ځل د شهیدې مور مزار ته وړل کیږي، نوره یې پالنه د پلار یوه خور (عمه) کوي.

له برید وروسته وضعیت
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین اریوبي وایي سربېره پردې، چې د حکومت لخوا د شهیدانو له ونډې یې د شهیدې ترینا کوررنۍ ته یو لک افغانۍ مرسته برابره کړې، نور یې هم د دې بېوزلې کورنۍ د وس مطابق لاسنیوی کړی.

خو دا کورنۍ نورو مرستو او خواخوږیو ته هم اړتیا لري.

حسنات د افغان غمیزې یوازینۍ داسې قرباني نه ده؛ دا غمیزه په لسګونه، سلګونه او ان زرګونه داسې نور قربانیان لري، چې لږ ترلږه همدومره یې له ویر او درده څوک نه دي خبر شوي!

یادونه: دا پېښه د تېر لمریزکال د مرغومې په ۳ مه په کابل کې شوې، چې مسولیت یې داعش ډلې پرغاړه اخیستی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.