په یوورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې ویکټې اخیستې؟

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان، هغه لوبغاړی دی، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر نورو ټولو افغان لوبغاړو زیاتې ویکټې اخیستې

راشدخان ارمان، چې په ملې لوبډله کې یې د یو ورځنیو لوبو پيل په ۲۰۱۵م کال کې کړی، تر دې دمه یې ۷۴ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

هغه په یادو ۷۴ یو ورځنیو لوبو کې ۱۴۰ ویکټې اخیستې دي، چې په دې سره تر نورو ټولو افغان لوبغاړو زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شمېرل کیږي.

 

لس افغان لوبغاړي، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې زیاتې ویکټې اخیستې

 

۱ـ راشدخان ارمان: ۲۰۱۵ـ ۲۰۲۱، ۷۴ لوبو کې یې ۱۴۰ ویکټې اخیستې دي.

۲ـ محمدنبي: ۲۰۰۹ـ ۲۰۲۱، ۱۲۷ لوبو کې یې ۱۳۲ ویکټې اخیستې دي.

۳- دولت‌ځدران: ۲۰۱۱ـ۲۰۱۹، ۸۲ لوبو کې یې ۱۱۵ ویکټې اخیستې دي.

۴ـ مجیب‌ځدران: ۲۰۱۷ـ ۲۰۲۱، ۴۳ لوبو کې یې ۷۰ ویکټې اخیستې دي.

۵ـ ګلبدین نایب: ۲۰۱۱ـ ۲۰۲۱، ۶۸ لوبو کې یې ۶۱ ویکټې اخیستې د.

۶ـ حمید‌حسن: ۲۰۰۹ـ ۲۰۱۹، ۳۸ لوبو کې یې ۵۹ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ میرویس‌اشرف: ۲۰۰۹ـ ۲۰۱۶، ۴۶ لوبو کې یې ۴۶ ویکټې اخیستې دي.

۸ـ سمیع‌الله شینواري: ۲۰۰۹ـ ۲۰۱۹، ۸۴ لوبو کې یې ۴۶ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ شاپور‌ځدران: ۲۰۰۹ـ ۲۰۱۹، ۴۴ لوبو کې یې ۴۳ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ افتاب عالم: ۲۰۱۰ـ ۲۰۱۹، ۲۷ لوبو کې یې ۴۱ ویکټې اخیستې دي.