اپریل 14, 2021

درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.

 

درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

 

۱ـ موتیها مورالیتاران ـ ټیسټ سیالیو کې ۸۰۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۴ ویکټې، شل اوریزه لوبو کې ۱۳ ویکټې، چې ټول ټال یې ۱۳۴۷ ویکټې اخیستې دي.

 

۲ـ شین وارن ـ ټیسټ سیالیو کې ۷۰۸ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۲۹۳ ویکټې، شل اوریزه لوبو کې یې ویکټ نه ده اخیستې، چې ټول ټال یې ۱۰۰۱ ویکټې اخیستې دي.

 

۳ـ انیل کمبلې ـ په ټیسټ کرکټ کې ۶۱۹ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۳۷ ویکټې، شل اوریزه لوبو کې یې ویکټه نه ده اخیستې، چې ټول ټال یې ۹۵۶ ویکټې اخیستې دي.

 

۴ـ ګلین مک ګرات ـ په ټیسټ سیالیو کې ۵۶۳ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۸۱ ویکټې، په شل اوریزه لوبو کې یې ۵ ویکټې، چي ټول ټال یې ۹۴۹ ویکټې اخیستې دي.

 

۵ـ وسیم اکرم ـ په ټیسټ سیالیو کې ۴۱۴ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۰۲ ویکټې، شل اوریزه لوبو کې یې ویکټه نه ده اخیستې، چې ټول ټال یې ۹۱۶ ویکټې اخیستې دي.

 

۶ـ جېمز انډرسن ـ په ټیسټ سیالیو کې ۶۱۴ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۶۹ ویکټې، په شل اوریزه لوبو کې یې ۱۸ ویکټې، چې ټول ټال یې ۹۰۱ ویکټې اخیستې دي.

 

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ