هغه لوبډلې چې شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې شپږیزې وهلې

د کرکټ ټرېکر په نوم یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې د هغو لسو هیوادونو لیست خپور کړی، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې شپږیزې وهلې او په دې لیست کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نوم هم شتون لري.

د یاد لیست په سر کې ویسټ انډیز ملې لوبډله د ۸۸۰ شپږیزو په وهلو سره شتون لري، چې تر نورو هیوادونو یې په شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزې وهلې دي.

افغان کرکټ ملې لوبډلې بیا د ۵۴۷ شپږیزو په وهلو سره د لیست په اتم ځای کې شتون لري او هغه لوبډله ده، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې تر مخکښو لوبډلو سریلانکا او بنګله‌دېش هیوادونو زیاتې شپږیزې وهلې دي.

 

لس هغه لوبډلې، چې شل اوریزه سیالیو کې یې زیاتې شپږیزې وهلې

 

۱ـ ویسټ انډیز ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۸۸۰ شپږیزې وهلې دي.

۲ـ نیوزیلنډ ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۸۷۹ شپږیزې وهلې دي.

۳ـ اسټرالیا ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۷۹۳ شپږیزې وهلې دي.

۴ـ هندوستان ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۷۶۱ شپږیزې وهلې دي.

۵ـ پاکستان ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۷۲۳ شپږیزې وهلې دي.

۶ـ سویلي افریقا ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۷۲۱ شپږیزې وهلې دي.

۷ـ انګلستان ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۷۱۳ شپږیزې وهلې دي.

۸ـ افغانستان ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۵۴۷ شپږیزې وهلې دي.

۹ـ سریلانکا ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۵۱۲ شپږیزې وهلې دي.

۱۰ـ بنګله‌دېش ملې لوبډلې په شل اوریزه سیالیو کې ۴۰۰ شپږیزې وهلې دي.