اپریل 18, 2021

د تېرو ۵ کلونو راهيسي افغان لوبډله په لومړي مقام کې ده!

تر ۲۰۱۶ز نړيوال جام راوروسته تر بلې هري لوبډلې د افغانستان د بريا سلنه لوړه ده.

زه يقيني يم چې د ۲۰۱۶ز شل اووريز نړيوال به مو ډېر ښه په ياد وي،د ويسټ انډيز څخه د افغان لوبډلې لومړنۍ بريا او په پايلوبه کې د کارلوس براټويويټ تاريخي شپږيزي هيڅکله دچا د ياده نه وزي.

تر هماغه نړيوال جام راوروسته په نړيوال کريکټ کې ټولو لوبډلو په لسګونو شل اووريزې لوبې ترسره کړي چا ډېرې برياوي ترلاسه کړي او ډېريو بيا بايللي دي.

د نړيوال شل اووريز کريکټ په تاريخ کې تر ټولو ډېري لوبې پاکستان ترسره کړي، د ۲۰۰۶ز څخه بيا تر ۲۰۲۱ز پوري يې ۱۶۳ لوبې ترسره کړي،۵۹ يې بايللي او ۹۹ يې ګټلي دي.

هندۍ او نيوزلينډۍ لوبډلو بيا په دويم مقام کې ترټولو ډېري لوبې ترسره کړي، دوی د ۲۰۰۶ز څخه بيا د ۲۰۲۱ز د مارچ مياشتې ترپايه پوري ۱۴۲ لوبې کړي،هندوستان ۴۷ بايللي او ۸۸ يې ګټلي دي،نيوزلينډ بيا ۶۲ بايللي او ۶۸ يې ګټلي دي.

اسټراليا په ۱۳۶ شل اووريزو لوبو کې ۶۰ بايللي او ۷۱ يې ګټلي دي،سريلانکا په ۱۳۱ لوبو کې ۶۷ بايللي او ۶۰ يې ګټلي دي،انګلستان هم په ۱۳۱ لوبو کې ۵۸ بايللي او ۶۶ يې ګټلي دي،ويسټ انډيز بیا په ۱۳۰ لوبو کې ۶۵ بايللي او ۵۶ يې ګټلي دي او سويلي افريقا بيا په ۱۲۷ لوبو کې ۵۴ بايللي او ۷۱ لوبې يې ګټلي دي.

دا هغه لوبډلي وې چې تر ۱۰۰ ډېرې لوبې يې ترسره کړي او تر ۲۰۰۵ز کال راوروسته يې نړيوال شل اووريز کريکټ پيل کړيدی.

خو افغانستان په ۲۰۱۰ز کې لومړنۍ نړيواله شل اووريزه لوبه ترسره او دادی اوس د بريا په فيصدۍ کې تر ټولو مخکې ده.

افغان لوبډله تر ټولو هغه لوبډلو چې تر ۱۰۰ يې ډېري او يايې د افغانستان سره په مساوي ډول لوبې ترسره کړي بريالۍ ده،افغان کريکټ لوبډلې تر اوسه ۸۴ شل اووريزې لوبې ترسره کړيدي،۲۵ يې بايللي او ۵۸ يې ګټلي دي او د بريا فيصدي يې ۶۹.۶۴ ده.

همدارنګه تر ۲۰۱۶ز نړيوال جام راوروسته افغان لوبډله ترټولو سيالانو بريالۍ ده چې د بريا فیصدي يې ۸۱.۹۴ ده او لومړی مقام لري.

ورپسې تر ۲۰۱۶ز نړيوال جام راوروسته د پاکستانۍ لوبډلې د بريا فيصدي ډېره ده،دوی په ۷۰.۹۰ فیصدۍ سره دويم مقام،هندوستان په ۶۸.۱۸فيصدۍ سره درېيم،اسټراليا په ۵۸.۶۹ فيصدۍ سره څلورم او انګلستان په ۵۶.۹۷ فيصدۍ سره پنځم ځای لري.