مارچ 3, 2021

په ۲۰۱۹ز کال کي چا تر ټولو ډير ويکټي اخيستي؟

ليکنه: مدثر دعوت
هغه توپ اچوونکي چي سږکال يې په يو ورځني کريکټ کي ترټولو ډيري ويکټي اخيستي.
تير کال راشدخان د کريکټ په يو ورځني او شل اووريز فارمټونو کي د مخکښو توپ اچوونکو څخه وو ،خو سږکال ورسره بخت ياري نده کړې او د محمدنبي سره يوځای د ليست په وروستيو کي ښکاري.
په ۲۰۱۹ز کال کي تيز توپ اچوونکي په ويکټو کي تر سپينرانو مخته دي، شايد لامل يې نړيوال جام وي چي په انګلستان کي ترسره سو.

پدې ليکنه کي هغه ۵ توپ اچوونکي وپيژنئ چي سږ کال يې په يو ورځنيو لوبو کي تر ټولو ډيري ويکټي اخيستي.
د ۲۰۱۹ز کال د ډيرو ويکټو اخيستونکو توپ اچوونکو لومړی مقام د تيز توپ اچوونکي محمد شمې سره دی.
محمدشمې سږکال په ۲۱ لوبو کي ۴۲ ويکټي اخيستي، چي په يوه لوبه کي يې يوځل ۵ او دوه ځلي ۴ ويکټي ترلاسه کړي.
محمدشمې هغه هندی توپ اچوونکی دی چي په يو ورځني نړيوال جام کي يې د افغانستان په وړاندي هيټريک ترسره کړ.

د ډيرو ويکټو اخيستونکو په نوملړ کي دويم نوم د نيوزلينډي تيز توپ اچوونکي ټرينټ بولټ دی.
بولټ سږکال په ۲۰ يو ورځنيو لوبو کي ۳۸ ويکټي اخيستي چي په يوه لوبه کي يې يوځل ۵ او دوه ځلي ۴ ويکټي اخيستي.

په دريم مقام کي هم نيوزلنډی تيز توپ اچوونکی لوکي فرګسن دی.
فرګسن په ۱۷ يو ورځنيو لوبو کي ۳۵ ويکټي اخيستي،چي دوه ځلي يې ۴ ويکټي په يوه لوبه کي اخيستي.

څلورم مقام کي بنګلدیشي مصطفيض الرحمن سږ کال تر ټولو ډيري ويکټي اخيستي.
مصطفيض په ۱۶ يو ورځنيو لوبو کي سږکال ۳۴ ويکټي اخيستي،چي دوه ځلي يې ۵، او يو ځل يې ۴ ويکټي اخيستي.

په پنځم ځای کي د هندي توپ اچوونکي بونيشورکمار نوم دی.
کمار په ۱۹ يو ورځنيو لوبو کي ۳۳ ويکټي اخيستي چي دوه ځلي يې په يوه لوبه کي ۴ لوبغاړي سوځولي.

پدې ليست کي د افغان لوبغاړو له ډلي ۲۵م نوم د ګلبدين نائب دی چي په ۱۶ لوبو کي يې ۲۲ ويکټي سږکال کال اخيستي، يوځل يې په يوه لوبه کي ۵ ويکټي هم اخيستي.
ورپسې بل افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن دی چي په نوملړ کي يې نوم ديرشم دی او په ۱۷ لوبو کي يې سږکال ۱۶ ويکټي اخيستي.