تر ۱۷ لوبو وروسته په IPL لیګ کې زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړي

د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د اتو لوبډلو ترمنځ د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه پيل شو، چې تر دې دمه یې ۱۷ سیالۍ ترسره شوې دي.

موږ په دې لیکنه کې هغه لس مخکښ لوبغاړي درپېژنو، چې تر دې دمه پوري یې زیاتې منډې جوړې کړې دي.

 

په IPL لیګ کې تر دې دمه لس زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړي

 

۱ـ شکر داوان، ډهلي کپیټلز لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۲۳۱ منډې یې جوړې کړې دي، ۹۱ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۸ څلوریزې یې وهلي او ۱۰ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۲ـ کېل راهول، پنجاب کینګز لوبډله، ۵ لوبې یې کړې دي، ۲۲۱ منډې یې جوړې کړې دي، ۹۱ یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي، ۱۸ څلوریزې او ۱۰ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۳ـ روهیت شرما، ممبي لوبډله، ۵ لوبې یې کړې دي، ۲۰۱ منډې یې جوړې کړې دي، ۶۳ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۴ څلوریزې او ۹ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۴ـ ګلین مکسویل، بنګلور لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۱۷۶ منډې یې جوړې کړې دي، ۷۸ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۷ څلوریزې او ۸ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۵ـ جوني بریسټو، حیدراباد لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۱۷۳ منډې یې جوړې کړې دي، ۶۳ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۲ څلوریزې او ۱۰ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۶ـ نتیش رانا، کلکته لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۱۶۴ منډې یې جوړې کړې دي، ۸۰ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۹ څلوریزې او ۷ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۷ـ پاپ ډوپلېسیس، چینای لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۱۶۴ منډې یې جوړې کړې دي، ۹۵ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۶ څلوریزې او ۷ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۸ـ سوریا کمار یاداو، ممبي لوبډله، ۵ لوبې یې کړې دي، ۱۵۴ منډې یې جوړې کړې دي، ۵۶ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ‍۱۹ څلوریزې او ۵ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۹ـ سنجې سیمسون، راجستان رویالز لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۱۴۵ منډې یې جوړې کړې دي، ۱۱۹ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۵ څلوریزې او ۸ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

۱۰ـ ویراټ کوهلي، بنګلور لوبډله، ۴ لوبې یې کړې دي، ۱۴۳ منډې یې جوړې کړې دي، ۷۲ منډې یې په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې دي، ۱۵ څلوریزې او ۳ یې بیا شپږیزې وهلې دي.

 

 

وروستي مطالب