د شل اوریزو وروستیو اورونو کې د زیاتو منډو اخیستونکي توپوهونکي؛ محمد نبي هم پکې شته

په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې هر لوبغاړی هڅه کوي، چې په وروستیو پنځه اورونو کې زیاتې منډې وکړي، توپوهنه چټکه کوي او د لوبډلې منډې زیاتوي.

په کرکټ کې وروستیو څلورو او پنځه اورونو ته ډیت اورونه وایي.

Death Overs

ویرات کولي

په شل اوریزو لوبو کې ویرات کولي هغه توپوهونکی دی، چې نسبت نورو توپوهونکو ته یې په ډیت اورونو کې زیاتې منډې کړي دي.

نوموړي له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شل اوریزو لوبو په وروستیو اورونو کې ۶۴۳ منډې کړي دي او دې برخه کې مخکښ دی.

شعیب ملک

شعیب ملک هم د پاکستانۍ لوبډلې هیټر او منځنی فېنېشر توپوهونکی دی، چې ده هم په شل اوریزو لوبو کې په وروستیو اورونو کې ۶۳۴ منډې کړي دي.

محمد نبي عیسی خېل

د افغانستان د توپوهنې الراونډر دی، چې د نړۍ په کچه په شل اوریزو لوبو کې یو نامتو کرکټ ټولچاری دی.

ده د شل اوریزو لوبو په وروستیو یا ډیت اورونو کې ۵۱۸ منډې اخیستي دي او په دې برخه کې یې درېیم ځای نیولی دی.

د شل اوریزو لوبو په شلم اوور کې زیاتې منډې

د شل اوریزو لوبو وروستي اوور ته چې توپوهونکی پاتې وي، بیا نو د هسکو شاټونو هڅه کوي او په یو اوور کې د شلو منډو اخیستلو او یا هم له دې د لوړو منډو اخیستلو ارادې لري.

ډېوېډ مېلر

په ۲۰۲۱ کې د پاکستان او افریقا ترمنځ لوبه کې د سویلي افریقا کیڼ لاسي توپوهونکي ډېوېډ مېلر په شلم اوور کې د پاکستان له الراونډر فهیم اشرف څخه ۲۴ منډې واخیستې.

هغه په دې لوبه کې په ۴۵ توپونو ۸۵ منډې وکړې.

کارلوس برېتوېټ

د ویسټ انډیز دغه الراونډر په ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریزجام پایلوبه کې د انګلستان له بېن سټوکس څخه ۲۴ منډې واخیستې، د څلورو پرله پسې شپږیزو په وهلو سره یې پایلوبه وګټله او اتلولي ویسټ انډیز ترلاسه کړه.

اېرون فېنچ

د اسټرالیا اوپنر توپوهونکی دی، چې په ۲۰۲۱ کې یې د نیوزیلېنډ له کایل جمېسن څخه په یو او ورستي اوور کې ۲۶ منډې واخیستې

مارلن سمیولس

د ویسټ انډیز خطرناک منځنی توپوهونکی و، ده په ۲۰۱۲ کال نړیوال شل اوریز جام کې په وروستي اوور کې د بنګله دېش له روبېل حسین څخه ۲۸ منډې واخیستې.

هغه په ۴۳ توپونو ۸۵ منډې کړې وې.