Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

هغه توپوهونکي چي په ۲۰۱۹ز کال کي يې تردې مهاله ترټولو ډيري منډي کړي.

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د ۲۰۱۹ز کال وروستۍ مياشت ده او د لوبډلو هم ډيري کمي لوبي پاته دي.

د کريکټ په نړۍ کي ډير پياوړي لوبغاړي سته خو تر ټولو بختور بيا هغه دي چي توانيدلي د کال تر وروستيو په ډيرو منډو کوونکو لوبغاړو کي حساب سي.

خو بدبختانه سږ کال داسي هيڅ افغان لوبغاړی نسته چي د کريکټ په ۳ واړه فارمټونو کي د ډيرو منډو کوونکو لوبغاړو په ليست کي شلم ځای هم ولري.

په هر صورت راځئ پوه سو چي تر د ۲۰۱۹ز کال تر دې مهاله په ټيسټ، يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو کي کوم لوبغاړي په منډو کي مخته دي.

د روان کال تر دې مهاله په ټيسټ کريکټ کي اسټرالياوي کريکټر لابوشاني تر ټولو ډيري منډي کړي.

مارنوس لابوشاني د ټيسټ په ۹ لوبو او ۱۳ پاړيو کي ۸۲۹ منډي کړي چي تر ټولو ډيري منډي يې په سږکال کي ۱۸۵ دي،۲ سليزي او ۵ نيمه سليزي يې په ۶۳.۷۳ اوسط سره کړي.

ورپسې بل اسټرالياوی لوبغاړی سټيو سميت دی چي په روان کال ټيسټ کريکټ کي يې ۸۱۴ منډي کړي،۳ سليزي او ۳ نيمه سليزي يې وهلي دي.

په دريم مقام کي انګلستانی جوی روټ دی چي ۷۷۴ منډي يې کړي.

افغان لوبغاړی رحمت شاه پدې ليست کي ۳۸م ځای لري،چي په ۳ لوبو کي يې ۱۸۰ منډي کړي.

په يو ورځنيو لوبو کي سږکال ترټولو ډيري منډي ويرات کوهلي کړي.

ويرات په ۲۲ يو ورځنيو لوبو کي ۱۲۸۸ منډي په ۶۴.۴۰ اوسط سره کړي،چي ۶ نيمه سليزي او ۵ سليزي يې وهلي،تر ټولو ډيري منډي يې ۱۲۳ دي.

پدې ليست کي دويم نوم هم د هندي کريکټر روهيت شرما دی.

روهيت شرما په ۲۴ لوبو کي ۱۲۳۲ منډي کړي،۵ نيمه سليزي او شپږ سليزي يې وهلي چي تر ټولو ډيري منډي يې ۱۴۰ دي.

په دريم مقام کي اسټرالياوی ارون فينچ او ورپسې ويسټ انډيزی شی هوپ دی.

پدې نوملړ کي افغان لوبغاړی رحمت شاه ۲۸م ځای لري،چي په ۲۰ لوبو کي يې ۶۴۶ منډي کړي چي تر ټولو ډيري منډي يې ۱۱۳ دي.

په ۲۰ اووريزو لوبو کي بيا تر ټولو ډيري منډي ايرلينډي پاول سټريلينګ کړي.

پاول سټرلينګ د روان کال په ۲۰ لوبو کي په ۴۱.۵۵ اوسط سره ۷۴۸ منډي کړي،۸ نيمه سليزي يې وهلي او ۹۱ يې تر ټولو ډيري منډي دي.

ورپسې ترټولو ډيري منډي هم ايرلينډي کيوين اوبراين کړي، چي ۲۳ لوبو کي يې ۷۲۹ منډي کړي ،۳ نيمه سليزي او يوه سليزه يې وهلې چي ترټولو ډيري منډي يې ۱۲۴ دي.

ورپسې نوم د نيدرلينډي لوبغاړي ډووډ دی چي ۷۰۲ منډي يې کړي.

پدې نوملړ کي ۲۶م نوم د حضرت الله ځاځي دی چي په ۱۰ لوبو کي يې ۳۴۵ منډي کړي، يوه سليزي يې وهلې او ۱۶۲ يې ټرټولو ډيري ناسوځيدلي منډي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.