مارچ 5, 2021

په ۲۰۱۹ز کال کي تر ټولو ډيري منډي چا کړي؟

ليکنه: مدثر دعوت
د نړيوال کريکټ هغه توپوهونکي چي په يو ورځنيو لوبو کي يې سږ کال تر ټولو ډيري منډي کړي.
په ۲۰۱۹ز کال کي د کريکټ تر بل هر فارمټ يو ورځنۍ لوبي ډيري ترسره سوې.
ځکه تر نړيوال جام وړاندي د امادګۍ لوبي د نړيوال جام ، او تر نړيوال جام وروسته د نړۍ د قوي لوبډلو ترمنځ زيات شمير يو ورځنۍ لوبي ترسره سوې.

خو شايد تاسو ته نه وي مالومه چي په روان کال کي تر ټولو ډيري منډي په يو ورځني کريکټ کي چا کړي.
موږ پدې ليکنه کي ۵ هغه توپوهونکي درپيژنو چي تر اوسه يې په يو ورځنيو لوبو کي تر ټولو ډيري منډي کړي.
د ۲۰۱۹ز کال يو ورځنيو لوبو په لومړي مقام کي هندی روهيت شرما دی.
روهيت سږکال په ۲۸ يو ورځنيو لوبو کي په ۵۷.۳۰ اوسط سره ۱۴۹۰ منډي کړي چي ۷ سليزي او ۶ نيمه سليزي يې وهلي،همدارنګه سږکال يې په يوه لوبه کي تر ټولو ډيري منډي ۱۵۹ دي.

په دويم مقام کي هم هندی لوبډلمشر ويرات کوهلي دی.
ويرات په ۲۶ يو ورځنيو لوبو کي په ۵۹.۸۶ اوسط سره ۱۳۷۷ منډي کړي چي ۵ سليزي او ۷ نيمه سليزي يې وهلي او سږکال يې په يوه لوبه کي تر ټولو ډيري ۱۲۳ منډي کړي.

دريم مقام د ويسټ انډيزي شی هوپ سره دی.
شی هوپ په ۲۸ لوبو کي په ۶۱.۱۳ اوسط سره ۱۳۴۵ منډي کړي،چي ۴ سليزي او ۸ نيمه سليزي يې وهلي،تر ټولو ډيري منډي يې په يوه لوبه کي ۱۷۰ دي.

څلورم ځای کي اسټرالياوي لوبډلمشر ارون فينچ تر ټولو ډيري منډي کړي.
فينچ په ۲۳ لوبو کي په ۵۱.۸۶ اوسط سره ۱۱۴۱ منډي کړي،چي ۴ سليزي او ۶ نيمه سليزي يې وهلي، تر ټولو ډيري منډي يې سږکال په يوه لوبه کي ۱۵۳ دي.

د ډيرو منډو په نوملړ کي پنځم نوم د پاکستاني بابر اعظم راغلی.
بابر اعظم سږکال په ۲۰ لوبو کي په ۶۰.۶۶ اوسط سره ۱۰۹۲ منډي کړي،چي ۳ سليزي او ۶ نيمه سليزي يې وهلي،او تر ټولو ډيري منډي يې سږ کال په يوه لوبه کي ۱۱۵ دي.

پدې ليست کي افغان توپوهونکی رحمت شاه ۳۱م او او نجيب الله ځدران ۳۸م ځای لري.