د هندوستان لپاره په ټېسټ لوبو کې د کال مخکښ توپوهونکي

 

له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د هندوستان لپاره ځېنو لوبغاړو په هر کال کې ځانونه مخکښ راوستي دي.

په دې توپوهونکو کې سچېن ټېنډولکر په ۲۰۱۰ کې په ټېسټ لوبو کې ۱۵۶۲ منډې کړې وې او د هند د لوبغاړو په منځ کې مخکښ سکورر و.

په ۲۰۱۱ کې راهول ډراوېډ په ټېسټ لوبو کې ۱۱۴۵ منډې کړې وې او په دې کال د هند لپاره په ټېسټ لوبو کې غوره توپوهونکی و.

۲۰۱۲ کې ویرات کولي مخکښ و، ۶۸۹ منډې یې کړې وې.

۲۰۱۳ کې پوجارا ۸۲۹ منډې کړې وې او تر ټولو هندي توپوهونکو مخکښ و.

۲۰۱۴ کې مورالي وېجی غوره ټېسټ توپوهونکی و او په دې کال یې ۸۵۲ منډې کړې وې.

ویرات کولي په ۲۰۱۵ کې هم مخکښ هندی توپوهونکی و او په دې کال یې ۶۴۰ منډې کړې وې.

۲۰۱۶ کې هم ویرات کولي مخکښ و او ۱۲۱۵ منډې یې کړې وې.

په ۲۰۱۷ کې پوجارا یو ځل بیا زیاتې ټېسټ منډې د هند لپاره وکړې او ۱۱۴۰ منډې یې کړې وې.

۲۰۱۸ کې بیا هم ویرات کولي لیډینګ سکورر و او په دې کال یې په ټېسټ لوبو کې د هند لپاره ۱۳۲۲ منډې کړې وې.

۲۰۱۹ کې میانک اګروال تر ټولو زیاتې د ټېسټ لوبو منډې کړې وې، ده ۷۵۴ منډې جوړې کړې وې.

۲۰۲۰ کې اجینکیا رهانی مخکښ و، ده ۲۷۲ منډې کړې او په دې کال د کرونا له امله لوبې کمې وشوې.

او ۲۰۲۱ کې رېشاب پنټ په ټېسټ لوبو کې زیاتې منډې تر دې دمه کړي دي او د جون په ۱۸ مه له نیوزیلېنډ سره یوه ټېسټ لوبه لري او اګسټ کې له انګلستان سره ۵ ټېسټ لوبې لري، پنټ تر دې دمه ۵۱۵ منډې کړي دي.

 




وروستي مطالب