ټولنیز ژوند روغه سټه

ددغو پنځو ګټو لپاره باید مسکا وکړئ

لیکنه: ایمل مړوند
اعلان

لیکواله: سانیا پانوار
ژباړه: ایمل مړوند

په دې لیکنه کې درته پنځه هغه لاملونه وایو، چې له امله يې موږ باید هر وخت او هره ورځ څو ځله مسکا وکړو. مسکا کول هغه څه دي یا هغه عمل دی چې هر وخت او ممکن هر ځای يې وکولی شو.

ایا پوهیدئ! چې بالغ کسان لږ تر لږه د ورځې ۲۰ ځله مسکا کوي، یا يې باید وکړي او د یوې مطالعې په پایله کې ښودل شوې ده چې کوچنیان ان د ورځې ۴۰۰ ځله مسکي کیږي.

مسکا کول یا مسک اوسیدل هغه څه دي چې کله موږ خوښ یوو، نو د مسک اوسیدلو امکان هم ډېر وي، خو د مسکا ځواک تر هغې هم ډېر دی، تر کومه ځایه چې تاسې يې په اړه فکر کوئ.

مسکا کول نه یوازې دا چې ستاسې روغتیا او د وجود سلامتۍ ته فایده لري، بلکې ستاسې په ژوند ځينې نورې مثبتې اغېزې هم لري او دا خبره بیخي کره او سمه ده. یوه مسکا کولې شي چې ستاسې په ټولنیز او شخصي ژوند کې داسې دوامداره مثبتې اغېزې وکړي چې له امله يې ستاسې شخصي او ټولنیز ژوند ښکلی شي او د ټولنې د خلکو د مینې او پاملرنې وړ مو وګرځوي.

دا چې ولې باید هره ورځ څو ځله مسکا وکړو دلته يې درته پنځه لاملونه وایو:

۱- د زړه د زربان او د وینې د فشار مخنیوی کوي
څېړنو ثابته کړې، مسک اوسیدل یا لږ تر لږه هره ورځ څو څو ځله مسکا کول، نه یوازې دا چې ستاسې د ورځينو چارو په ترسراوي کې درسره مرسته کولی شي، تر څنګ يې ستاسې په روغتیا هم مثبتې اغېزې پرېباسي. د زړه ناروغیو او د وینې فشار په مخنیوي کې هم مرسته کوي. هغوی چې مسک اوسیږي او د مسکا کولو هنر يې زده کړی دی، تر هغوی چې هیڅ مسکا نه کوي او یا يې بیخي کمه کوي، ارام ژوند لري او په ټولنه کې تر نورو ډېر د خلکو د مینې او پاملرنې وړ ګرځي.

۲- روحي فشار کموي
څیړنو ښودلې هغوی چې په ورځني ژوند کې د مسک اوسیدولو یا د رښتینې مسکا کولو هنر لري، د نورو په پرتله يې روحي ستونزې کمې او ارام وي. خو په دې شرط چې موږ رښتنې مسکا کولو ته هره ورځ څو ځله زمینه برابره کړو او د زړه نه رښتینې مسکا وکړو.

۳- مسکا کول مو د ناروغیو پر وړاندې د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي
سیانس پوهانو دا معلومه کړې چې مسک اوسیدل یا رښیتنې مسکا د ناروغیو پر وړاندې ستاسې د وجود دفاعي حجرې په فعالیت راولي او په دې توګه ستاسې بدن ته دا ځواک وربښي چې روحي فیشارونو او ځينو نورو ناروغیو په شړلو کې بریالی شي.

۴- مسکا تاسې ته دوامداره خوښي درکوي
اراواح پوهان باور لري چې د یوې ساده مسکا عمل ستاسې دماغ ته داسې اشاره ورکوي چې له امله یې د خوښۍ او سکون احساس راژوندی کیږي. که چېرې تاسې هره ورځ بار بار مسکا وکړئ، مسک اوسیږئ، همدا چاره ستاسې په ذهن او دماغ کې د مثبتو افکارو او خیالاتو لامل کیږي.

۵- مسکا ستاسې تولید او تخلیق لوړوي
مسکا کول د انسان په عصبي سیستم کې د انیدروفین په نوم د هرومونونه ګروپ فعالوي، چې له امله يې ستاسې ذهن لا ښه کار، تخلیق او غوره تولید ته اماده کوي. هغوی چې په ورځني ژوند کې د مسک اوسیدولو هنر یاد لري، خلاق او په چارو کې ښې لاسته راوړنې لري.

ارواح پوهان وايي، مسکا کول یا مسک اوسیدل تر دې هم ډېرې فایدې لري چې موږ يې په اړه فکر کوو. ددوی په باور یوه ساده مسکا کولی شي چې ستاسې په ژوند باندې اوږد مهاله مثبتې اغیزې وکړي.
نو مسکا وکړئ او نورو ته هم د مسک اوسیدولو زمینه برابره کړئ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند