د مثبت فکر ساتلو او د فکرونو د کنټرول لپاره ۸ خبرې

ژباړه: عمران لمر
د مثبت فکر ساتل هغه موخه ده چې کله کله هېرېږي او په دې ترتيب د منفي فکر الګوګانې زمونږ په ورځيني ژوند کې د ستونزو سبب ګرځي.
د فشار زېږوونکو عواملو په هکله تشويش کول او د خپلو تېرو تېروتنو په هکله فکر کول له راتلونکي سره ستاسې اړيکه زيانمنوي، د دې جزياتو زيات څېړل او سپړل مونږ په حال کې له ژونده منعه کوي.
که په دې هکله له حده زيات فکر کوئ؛ نو ښه ده چې د خپلو فکرونو د کنترول لپاره ارواپوه ته مراجعه وکړئ؛ ځکه ډېره اندېښنه کول ستاسې روغتيا ته زيان رسوي.
همدارنګه زيات سوچونه کول ستاسې د مغزو په کار تاثير کوي او د خفګان او زړه نازړه توب سبب ګرځي.
دلته مونږ يو څو مهمې نقطې تاسې ته درپېژنو چې له تاسې سره د فکرونو په کنترول کې مرسته کوي. دا ليکنه د ارواپوهنې د تجربو او څېړنو پايله ده چې د فکرونو د کنټرول په هکله ګټورې مشورې لري:
۱- د ستونزې قبلول
دا لومړنی ګام دی چې بايد ستونزه درک کړئ، کله چې تاسې د فکرونو د کنترول په ځای د راتلونکي په اړه سوچ کوئ؛ نو په ستونزه کې يئ.
که په دې هکله شک لرئ؛ نو له خپلو شاوخوا خلکو وغواړئ چې له تاسې سره سم واوسي.
۲- د ځان بخښل
د ستونزې له منلو وروسته هڅه وکړئ چې خپل ځان وبخښئ.
کله چې يوه بده پېښه کېږي؛ تاسې تل د خپل نامعلوم برخليک په هکله فکر کوئ او د خپلې تېروتنې له وجې ځان ملامتوئ؛ مګر که خپله ستونزه ومنئ او ځان وبخښئ، کولی شئ خپل فکر کنترول کړئ او د ستونزې د حل لپاره ښه حل لاره پيدا کړئ.
۳- کمې خبرې کول
خلک د تشويش او اضطراب په وخت ډېرې خبرې کوي، دا کار ځينې وخت ممکن کومک کوونکی اوسي؛ خو ډېری وختونه د وضعيت د خرابوالي سبب ګرځي.
کله چې تاسې خبرې کوئ؛ فقط له مخکې نه تاسې لا ناراحته کوي، په بدن کې مو د سټريس هورمون زياتوي او منفي احساسات مو زياتېږي.
۴- ډېره ساه اخېستل
ډېره ساه اخېستل د ستونزو پر وخت ستاسې د فکرونو په کنترول کې آرام دربخښي. ساه اخېستل په دې ډول تجربه کړئ: د ځمکې پر مخ اوږد وغځېږئ او د دوه ثانيو لپاره مو ساه په سينه کې بنده کړئ او وروسته يې د څلورو ثانيو په موده کې د خولې له لارې وباسئ.
دا کار مو د وينې جريان ته کاربن دای اکسايد زياتوي او ستاسې د ادرنال سيسټم آراموي. د لسو دقيقو لپاره دې کار ته دوام ورکړئ؛ تر څو مو له ذهنه منفي فکرونه کم شي.
۵ – ځان بوخت ساتل
د ساه اخېستلو او ځان آرامولو وروسته د ګډو وډو خبرو پر ځای په يو فزيکي کار ځان بوخت کړئ.
پياده مزل، لامبا، يوګا، ورزش او له ماشومانو او يا کورنيو حيواناتو سره لوبې کول مو د فکرونو په کنترول کې ډېره مرسته کولی شي.
له دې پرته هر کار چې ستاسې مغز تحريک کړي؛ هم ګټه لري؛ فکري لوبې، نقاشي، هنر، ګنډل، د ژبې يادول او يا نور که څه هم شايد فزيکي نه وي؛ مګر د ذهن په بدلولو کې ډېر رول لري.
۶- ذهني تمرين
په ژوند کې مبارزه کول د بشر له لويو مسايلو شمېرل کېږي.
تاسې د ميډيټيشن (فکري عبادت) په واسطه کولی شئ د خپلو فکرونو په کنترول تمرکز وکړئ او له ماضي او راتلونکي بېل شئ.
د ذهني تمرينونو په مرسته کولی شئ منفي احساسات يوې غاړې ته کړئ او خپل ذهن پاک کړئ.
د ميډيټيشن تخنيکونه ډېر ګټور دي او له يو متخصصه په مرستې غوښتلو تاسې کولی شئ په خپل ذهن واک ومومئ.
۷- نړۍ ته تسليمېدل
دا ناممکنه ده چې مونږ د خپل ژوند په ټولو پېښو واک ولرو، د ژوند د ټولو مسايلو کنترول د خپل ناممکن والي له وجې کولی شي يواځې زمونږ فشار زيات کړي.
نړۍ له مونږ پورته ده او مونږ په دې نه يو قادر چې له هر څه ساتنه وکړو؛ نو په دې اساس په مخالف لوري د لامبا بر ځای بايد ځانونه تسليم کړو.
دا کولی شي له نړۍ سره زمونږ سوله او پخلاينه وکړي او زمونږ په نفس باور زيات کړي.
باور ولرئ چې ستاسې لپاره هر ښه کار په مناسب وخت کې رامنځته کېږي.
۸- په ياد ولرئ چې ستاسې ټول فکرونه په واقعيت بدلېږي.
تاسې نه شئ کولی نړۍ کنترول کړئ؛ مګر په شعوري ډول د ذهن کنترول مو د واقعيت به جوړولو کې ونډه اخېستلی شي.
د يو خاص څه په هکله بايد ډېره اندېښنه ونه کړئ؛ ځکه د يو څه په هکله ډېر سوچ کول د هغه په رښتيا کېدو سبب ګرځي.
ستاسې اندېښنې ډېر قوت لري او دې ته د جذب قانون وايي.
که تاسې تل د دندې له لاسه ورکولو اندېښنه کوئ؛ نو دا د دې سبب کېږي چې دنده مو له لاسه ورکړئ.
همدا خبره ستاسې د روغتيا باره کې هم صدق کوي؛ په همدې خاطر تاسې ته توصيه کېږي چې په مثبتو کارونو سوچ وکړئ؛ تر څو مو په ژوند کې مثبت مسايل رامنځته شي.