فبروري 27, 2021

موسمي خپګان؛ د موسمي خپګانونو لاملونه او درملنه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
SAD یا فصلي خلقي اختلال، دا یو ډول خپګان دی چې د فصل له بدلون سره خپل ځان ښکاره کوي. او د هغه لوړوالي نښې یې په معمولي توګه په مني او ژمي کې لیدل کېږي، هغه وخت چې ورځې لنډې او سړې وي.
د مدیکال نیوز تودې د راپور او د متحده ایالاتو د «رواني بهداشت» ملي موسسې د اعلام په مطابق تر ټولو اړین فکتورونه د اخته کسانو لپاره عبارت دي، له سن، جنسیت، د استوانه کرښې واټڼ او کورنۍ سابقه چې ولري.
په خپګان باندې اخته او مطالعه دا ښکاره کړې چې د لوی عمر ښځې تر نارینه‌وو ډېرې په دې مرض اخته دي.
په SAD باندې اخته کسان کولای شي لوی طیف له نښو څخه تجربه کړي، خو تر ټولو چې ډېر رواج لري، هغه د ستړیا احساس، ښکته خلق او خوی، له حد څخه ډېر خوب، د اړیکو په منځ کې د ستونزو ډېرېدل او د خوږو شیانو خوړل او د وګړو ډېر میل لرل کاربوهیدرات ته دی، چې د وزن د ډېرېدلو سبب کېږي.
له فصلي خپګانه د خلاصېدلو لار راز ښایي، ستاسې د ډوډۍ په غاب کې به وي. SAD کولای شي په جدي توګه د یوه انسان په ګټه اخیستلو او د ژوند په تګ لاره هم اغېزه اېښودلای شي.
که دا علایم له دوو کلونو څخه ډېر دوام وکړي، نو د هماغه کس درملنه باید  ارواپوه وکړي.
د دې حالت لپاره د ارواپوهانو په وینا، د دې ډول خپګان نښې په ډېرېدلو سره د کنټرول لپاره ډول ډول تګلارې شته.
له هغه ځای څخه چې د ساعتونو کمېدل په ورځ کې په مني او ژمي کې، یو د اصلي دلایلو څخه د فصلي خپګان په اخته کېدلو څخه دی، ارواپوهان وړانډیز کوي چې د ورځې په ساعتونو کې، ډېر وخت د لمر په رڼا کې ودرېږئ.
د لمر رڼا کمېدل د کال په سړو میاشتو کې کولای شي د بدن د بیولوژیکي تنضیماتو د لمنځه وړلو سبب شي او د سروتونین سطحه د شیمیایي مغز لېږدونکي چې ستاسو خلق او خوی منظم کوي او ملاتونین هغه هورمون چې ستاسي خلق خوی او خوب منظمه کوي، دا کمه وي.
په ضمن کې د لمر رڼا لږوالی د ویټامین D د سطحې په بدن کې لږ کوي. د دې ویټامین لږوالی په بدن کې خپله د دې مرض لامل دی او د پرله‌پسې سردردي ډېرېدل د کال په یخ فصل کې کېږي.
پرته د لمر له رڼا څخه د رڼا درملنه له نورو طریقو او ځانګړي جعبه یا لمپ څخه هم کېږي چې د ارواپوهانو لخوا وړانډیز کېږي. دا دستګاوې، لکه طبیعي لمر رڼا په شان اغېزه لري او د دې سبب کېږي چې شیمیایي مواد په مغز کې تنظیم او له خلق خوی سره مرسته وکړي. په دې حال کې له دې دستګاوو سره کار له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.
له پخوا څخه د بابونه نه د یوې پخوانۍ دوا په حیث د ډېرو اختلالاتو درملنه د هغه له جملې څخه د وېرې او بې خوبۍ لپاره ګټه ورڅخه اخلي.
په همدې حال کې، د موسمي خپګان د خلاصېدلو لار راز ښایي ستاسو غاب کې وي.
د هغه ځای څخه چې موسمي خپګان د هغه خورو خوښول چې مضره او ستاسې د چاغوالي سبب کېږي، خصوصاً خواږه شیان دي، هڅه وکړئ خپل د خورو غاب د ښو خوړو په ټاکلو سره، لکه سالمون مایان، تېز رنګه او برګ لرونکي سابه او غله‌جاتو څخه ډک کړئ.
هڅه وکړئ په ورځ کې له دې خوړو څخه، لکه سیب، حلوایي کدو، ترخه شکلات، بادنجان، موز او دوا وي، لکه زردچوبه او دارچین څخه ګټه واخلئ.
د بابونه چای وڅښئ. د پخوا نه د بابونه څخه د یو پخواني دارو په حیث د ډېرو اختلالاتو لپاره، لکه د وېرې او بې خوبۍ د درملنې لپاره ګټه اخیستل شوې.
د امریکایي څېرونکو په وینا، د بابونه محصولاتو څخه ګټه اخیستل په هر ډول د اختلال اضطراب باندې اخته کسانو ناروغانو علایم ښکته راولي.
مه هېروئ چې د ورځې او شپې منظم سپورت د مني او ژمي په میاشتو کې د بدن د ریتم له تعادل سره مرسته کوي. حتا د یوه ساعت لپاره سپورت او یا هم د لږ وخت لپاره په ورځ کې کولای شي، له موسمي خپګان سره مرسته وکړي.
د امریکا ارواپوهانو انجمن هغه څوک چې په فصلي خپګان اخته دي، سپارښتنه کوي چې خپلې کورنۍ او له ملګرو سره په اړیکه کې باید اوسو، له هغوی سره یو ځای شو او په هغه چا چې باور لرو خپلې د نه خوښېدونکي تجربو په هکله خبرې وکړو. د دې سربېره دا ثابته شوې چې پېژندونکې رفتاري درملنه د دې اختلال په درملنه کې ګټوره ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*