افغانستان رسنۍ سیاست

مرتضوي: د خره شیدې مې نه دي څښلي، کچالو خوړلو سیاست ته راوستم

لیکنه: بشر درویش

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، چې ډېر وخت د حکومت د منتقدینو د ټوکو ټکالو او هم توندو نیوکو هدف وي، په یوه تفریحي خپرونه کې خپله هم له ټوکو ډکې خبرې وکړې.

نوموړی د طلوع تلویزون د شبکه خنده طنزیه ډلې په یوه اختریزه خپرونه کې مېلمه و.

د خره شیدې او کچالو

له شاه حسین مرتضوي څخه په دغه خپرونه کې وپوښتل شول، چې سیاست ته یې څنګه مخه کړې ده؟

هغه یې په ځواب کې د یوه ایراني لیکوال خبره نقل قول کړه، چې ویلي وو: یو وخت مې خور مریضه وه، چا ویل د خره شیدې ورکړئ،ښه کیږي. زه مور د خره شیدو پسې یوه ګاونډي کره ولېږلم، لاره کې مې ویل چې د خره شیدې دومره ګټور دي، راځه خپله یې وڅښه.

وایي ومې څښلې او له هماغې ورځې وروسته سیاست ته راغلم.

د ولسمشر د ویاند مرستیال له دغې کیسې وروسته وایي: ما د خره شیدې نه دي څښلي، کچالو مې زیاته خوړله، همدې کچالو مې سیاست ته مخه کړه.

ولې کچالو؟

شاه حسین مرتضوي یو مهال د خبریالانو د ستونزو اړوند په یوه بحث کې پر دوی توندې نیوکې وکړې.

هغه وویل: اوس اکثره کچالو خرڅونکي هم خبریالان شوي.

له دغې خبرې وروسته د هغه مخالفینو پر ده د کچالو خرڅونکو د توهین تور پورې کړ.

ځینو خو لا وویل، چې مرتضوي کچالو زیاته خوړلې او له همدې وجې یې د کچالو نوم په خوله وه.

تر دې وروسته د مرتضوي له نوم سره د کچالو نوم وتړل شو او ډېر ځله ور ته د ټوکو او توهین دواړو پر وخت مخالفینو د (کچالو) نوم لر و بر کړل.

پر حکیم تورسن ټوکې

په دغه مرکه کې مرتضوي په شوخۍ سره د ولسمشرۍ پر نوماند محمد حکیم تورسن هم کنایوي ټوکې وکړې.

هغه د ځینو پوښتنو په ځواب کې ویل، چې حافظه مې کار نه کوي، ځکه چې اینځر او شیدې مې نه دي خوړلي.

حکیم تورسن په یوه مرکه کې ولسمشر غني ته توصیه کړې وه، چې اینځر له شیدو سره وخوري څو حافظه یې ښه شي.

ولې مرتضوي د ژبو په سردی؟

مرتضوي وپوښتل شو، چې ولې په دومره خلکو کې دی د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د ټوکو او نیوکو هدف وي؟

ځواب یې دا و، چې دی یې مظلوم لیدلی او د ټولو پرې ښه په اسانه زړه یخیدای شي.

مرتضوي وایي: که ښاروال، وکیل یا بل هر چارواکی او مقام پر خپل وخت د چا کار نه کوي، یا بل چلند ورسره کوي، خلک خپل زړه پر ده تشوي.

د روژې په اړه وایي، چې وزن یې ورسره کم شوی نه؛ بلکې لا زیات شوی.

د شبکه خنده ډله له مرتضوي څخه په دغه مرکه کې پوښتي، چې آیا د ولسمشر د غوسې پر وخت یې کوم کار پسې منډې وهلي او لویدلی کنه؟

هغه په خندا ورته وایي، چې نه ولسمشر ورته غوسه شوی او نه ده منډه وهلې او لویدلی دی.

دویم واده او عاشقي

د طنزیه خپرونې مخته وړونکي له مرتضوي سره په دغه مرکه کې د هغه حاضرو اولادونو ته وایي، چې پلار یې دویم واده او څو نور اولادونه هم لري.

مرتضوي یې په ځواب کې وایي: مرګ بر عابد!

د ولسمشر دا مرستیال ویاند وایي یوه مېرمنه، دوه نجونې او دوه زامن لري.

دی په دې اړه چې مینه یې کړې کنه؟ وایي که چا د عشق مزه نه وي څکلی، له دې دنیا نه ثواب ورسره نه شي وړی.

د مرتضوي په اړه د یاران وېب پاڼې نور مطالب په دې لینکونو ولولئ:

https://yaraan.com/abdullah-about-mortazawi/

 

https://yaraan.com/cactus-shahhusian/

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي