سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ایون مورګن:  د هند IPL سیالۍ د لوبغاړو په تکړښت کې مرسته کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د هند کورنۍ تجارتي سیالۍ«IPL» د لوبغاړو تکړښت سره مرسته کوي.

مورګن له کریک بز ورزشي ویبپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې جوس بټلر، بین سټوکس او جوفرا ارچر هغه لوبغاړي دي، چې په آی پي ایل سیالیو کې ښه ولوبېدل او ملي لوبو ته په پوره توګه چمتو شول.

د مورګن په خبره، چې دوی به د هند یاد ستر تجارتي لیګ د خپلو لوبغاړو د تکړښت په موخه د یوې وسیلې په توګه کاروي.

ایون مورګن زیاته کړه:

«د آی پي ایل لوبې د یوه لوبغاړي لپاره د لوړ فشار درلودونکې لوبي دي، یعني ددې لیګ لوبې پر لوبغاړو ډېر فشار اچوي. دا فشار به زموږ له لوبغاړو سره مرسته وکړي، چې د ملي ټیم په نړیوالو سیالیو کې ښه وځلیږي.»

د تازه ریپوټونو په اساس د IPL سیالیو ۱۳م پړاو د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۸مې نېټې پوري به دوام وکړي.

دا لیګ سږ کال د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

دا ځکه چې په هندوستان کې کورونا ویروس مخ په پراخېدو دی.

په متحده عربي اماراتو کې د هند کورنیو سیالیو ترسره کول نوې خبره نده؛ بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او د دې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا هند کې د عمومي ټاکنو له امله سویلي افریقا کې ترسره شوی.

د نړیوال جام او اسیا جام تر ځنډېدلو راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ