د انګلستان کپټان وايي، له دغو ۳ لوبډلو به یوه نړیوال جام وګټي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د انګلستانۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي، سږ کال پنځوس اوریز نړیوال جام به انګلستان، هندوستان او یا هم پاکستان ګټي.
مورګن ویلي له انګلستان او هندوستان وروسته به دریمه لوبډله پاکستانۍ لوبډله وي، چې ښايي نړیوال جام وګټي.
مورګن وایي پاکستان په تېر کې په انګلستان کې ډېرې ښې لوبې کړي او کولای شي ځان ثابت کړي.
پاکستان ۲۰۱۷ م کال قهرمانۍ جام سیالیو کې انګلستان په نیمه پایلوبه کې مات کړ او په پایلوبه کې یې هند ته ستره ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره پاکستان اتلولي یوړه.
مورګن وایي انګلستانۍ لوبډله بالکل مناسبه لوبډله ده، چې د لومړي ځل لپاره پنځوس اوریز نړیوال جام وګټي.
انګلنډ او د نړیوال جام اتلولۍ ګټلو دعوه
انګلستانۍ اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او اوس یې لوبډله خورا ټچ او فوم کې ده، بله خبره دا ده، چې دا نړیوال جام په انګلستان کې دی او انګلستاني لوبغاړي تر نورو لوبغاړو په خپلو لوبغالو او ویشتن ځایونو ډېر ښه بلد دي.
دا هغه څه دي، چې انګلستان ته د نړیوال جام د ګټلو د دعوې چانس په لاس ورکوي.
مورګن اوسمهال د انګلینډ ټیم رهبري کوي او دا دوهم ځل دی، چې نړیوال جام کې د انګلېنډۍ لوبډلې مشري کوي، ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې هم مورګن لوبډلمشر و.

مورګن

پاکستان او انګلستان د می په میاشت کې یو بل سره یوه شل اوریزه او پنځه یو ورځنۍ لوبې لري؛ په دې لوبو کې د پاکستانۍ او انګلېنډۍ لوبډلو مقابله ګورو او مقایسه یې کوو، چې دواړه لوبډلې څومره دم کې دي او ایا کولای شي، چې په رښتیا هم له اسټرالیا، سهیلي افریقا او هند څخه جام یوسي؟
مورګن او د هندوستان لوبډله
مورګن د خپلې لوبډلې د بریا له دعوې وروسته دوهمه مناسبه لوبډله د هندوستان لوبډله یاده کړې، چې دا جام به وګټي.
هندوستان په ۱۹۸۳ م کال کې د کپيل ډیو تر مشرۍ لاندې دا جام ګټلی او په ۲۰۱۱ م کال کې یې د ډوني په لوبډلمشرۍ کې دا جام وګاټه.
دا ځل یې د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې د اتلولۍ تابیه نیولې، کرکټ بورډ او هېوادوالو یې سر له اوسه د نړیوال جام ګټلو کمپاین پیل کړی او د لوبغاړو په مورال کار کوي.
دوی اوس په ځېنو سیمو کې د سچېن ټېنډولکر او کپیل ډیو انځورونه لګولي او وایي مونږ ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱ کال بیا غواړو.
هندۍ لوبډله په ټېسټ لوبو کې لومړۍ درجه ده او په یو ورځنیو لوبوکې له انګلستان وروسته دوهم مقام کې ده.
د هندوستان او پاکستان پرتله
هندوستان دوه ځلې نړیوال پنځوس اوریزجام ګټلی او پاکستان یو ځل په ۱۹۹۲ م کال کې دا جام ګټلی.
په نړیوال جام کې پاکستان هیڅکله له هندوستان لوبه نه ده ګټلې.
په هر جام کې هندوستان د پاکستانۍ لوبډلې لپاره سرخوږی جوړ شوی او دوی یې له مېدانه بهر کړي.
هندوستان په ۲۰۱۸ او ۱۹ کال سر کې له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې وګټلې؛ خو بل پلو پاکستان په سهیلي افریقا کې له افریقا څخه ستره ماته وخوړه او افریقا، پاکستان په ستر توپیر مات کړ.
نو په نړیوالو جامونو کې هندوستان تر پاکستان ډېره غوره لوبډله لري او ښایي پاکستان بریا ته پرېنږدي.
بل پلو اسټرالیا پنځه ځلې دا جام ګټلی او اوس هڅه کوي، چې شپږم ځل هم دا جام د خپل کور کړي.
که سمېت، وارنر، مېچل سټارک، جاش هزل ووډ، پټ کمېنس او مکسویل وي؛ نو د جام بریا کې د اسټرالیا شک نشته.
وارنر، مکسویل، خواجه او ایرون فېنچ د توپ وهنې په برخه کې خورا فوم کې دي او پاکستان ته یې په عربي متحده اماراتو کې په وایټ واش سره ماته ورکړه.
انګلستانی لوبډلمشر وایي له پاکستان سره تر لوبلړۍ وروسته به نړیوال جام ته ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړي.
انګلستان اوس غواړي د پاکستان خلاف لوبلړۍ ته ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړي، چې ویسټ انډیز کې زېږېدلی انګلستانی جوفرا ارچر به هم د انګلستانۍ لوبډلې برخه وي.
مورګن ویلي و که ارچر د پاکستان خلاف سیریز کې اغېزناک و؛ نو د نړیوال جام لپاره یې هم لوبډله کې شاملوي.