اپریل 12, 2021

له ملې لوبډلې سره څلور نور افغان لوبغاړي یوځای کیږي

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه یې څلور نور افغان لوبغاړي پرون متحده عربي اماراتو ته واستول، تر څو د ملي لوبغاړو سره په روان تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.
دا څلور لوبغاړي قیس احمد، فضل حق، حمزه هوتک او فرید ملک دي.
بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه یې څلور نور توپ اچوونکي د متحده عربي اماراتو پر لوري ولېږل، ترڅو د توپ اچونې په ډګر کې د لوبډلې د چمتووالي په موخه له یادو توپ اچوونکو ګټه پورته شي.

افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ په وړاندې راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو ته خپله ۱۶ کسیزه لوبډله څو ورځې وړاندې اعلان کړه، چې دوې ورځې وړاندې یې بیا متحده عربي اماراتو کې تمرینونه پیل کړل.

اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده

اصغر افغان, رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

ټاکل شوې افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې درې یو ورځنۍ لوبې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ