د کرکټ نړیواله شورا؛ مورالي تارن له ټولو بالرانو مخکې دی

یاران سپورټس
د کرکټ نړیوالې شورا د سریلانکایي سپېن بالر موتیا مورالي تارن د زوکړې ۴۸ مې کلیزې په مناسبت د زړو تقاعد شوو بالرانو د وېکټو نوملړ خپور کړی، چې سریلانکایي بالر تارن پکې تر ټولو بالرانو لومړی دی.
په دغه نوملړ کې د مورالي تارن، د اسټرالیا شېن وارن، د هندوستان انیل کوملی، اسټرالیایي ګلېن مک ګرات، پاکستاني وسیم اکرم، افریقایي شاون پولک، پاکستاني وقار یونس، سریلانکایي چمېندا واس، ویسټ انډیزي کورټنی والش او اسټرالیایي برېټ لي نومونه ذکر شوي دي.
د وېکټو سیالي او مورالي تارن
مورالي تارن ټولې ۱۳۴۷ وېکټې ترلاسه کړي، چې سپېن بالرانو کې یې ساری نه لیدل کېږي.
هغه په ټېسټ لوبو کې ۸۰۰ وېکټې اخیستي، چې د کرکټ نړۍ کې ستر ریکارډ دی.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۳۴ وېکټې ترلاسه کړي دي.
۱۹۹۲م نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام کې په سپېن بالرانو کې لومړی بالر و او ۶۸ وېکټې یې اخېستې وې.
اسټرالیایي لېګ برېک بالر شېن وارن ۱۰۰۱ وېکټې اخستې، انېل کوملی ۹۵۶ وېکټې، مک ګرات ۹۴۹ وېکټې، وسیم اکرم ۹۱۶ وېکټې، شاون پولاک ۸۲۹ وېکټې، وقار یونس ۷۸۹، چمېنده واس ۷۶۱ ، کورټني والش ۷۴۶ وېکټې او برېټلي ۶۸۹ وېکټې اخېستي دي.
برېټلي او مورالي تارن ۲۰۱۱ م کال کې رېټایر یا تقاعد شول.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نړيوال اتل محمدعلي مېرمن د لوبغالي جوړولو لپاره افغانستان ته راغلې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

د سوکوهنې د نړيوال اتل محمدعلي کلې مېرمنې د ملي روغې جوړې د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي . ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټولنيزو رسنيو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي چې د سې ... نور ولولئ