مور او پلار باید د ماشوم د غوښتنو پر وړاندې ډېر حساس وي او مینه ورکړي

ليکنه: شپنه سلګۍ

محبت د ماشوم او هغه چا ترمنځ چې ورڅخه ساتنه کوي د ارتباط يوه ګټوره وسيله ده او د ماشوم لپاره يو باارزښته رواني او ټولنيز فکټور دی.
د يوه بنيادي اعتماد د لرلو لپاره د خوندي، ډاډمن ارتباط موجوديت، محبت او مهرباني ډېر ضروري دي.
په لومړيو کې ماشوم دوه ډوله رفتار کوي، تمايل او رغبت له هغه چا سره چې ورسره نږدې دي او يا چې له هماغه شخص څخه جدايي او لریوالی تر څو په دې توګه چاپېريال او نړۍ تر څېړنې لاندې ونيسي.
که د ماشوم اړيکې له خلکو سره په محفوظه توګه ځای ونيسي، د پورتنيو دوو متضادو رفتارونو ترمنځ به توازون رامنځته نه شي.
ځينې ماشومان د خپلو پالونکو له خوا د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي او ځينې نه غواړي چې ورته ډېره پاملرنه وشي، او غواړي چې له نورو سره ارتباط کم رنګه کړي.
د دې لپاره چې په ماشوم کې د عمر په لومړنيو کلونو کې د يوې خوندي اړيکې تامين پيدا شي، مور او پلار بايد له ماشوم څخه رواني ننګه وکړي، مور او پلار بايد د ماشوم د غوښتنو او احساساتو په مقابل کې ډېر حساس وي، چې ماشوم خپل ځان خوندي او په امن کې احساس کړي.

مينه‌ناکه کړنه يوازې ماشوم نه، بلکې هر  انسان ته ډېرې ګټې لري او هر څوک کولی شي چې په يو ډول هغه عملي کړي، خو دغه کړنه د ماشومتوب په لومړيو کلونو کې ډېره د اهميت وړ وي او د ماشوم د هراړخيزې ودې او پرمختګ سبب په راتلونکي کې کېږي، او د يادونې ده هغه ماشومانو، چې د کورنۍ کوم نږدې غړی يې له لاسه ورکړی، ډېرې پاملرنې او مهربانۍ ته اړتيا لري.
ماشومان لــکه ګــلونه دي نــــازک
پاک سپېڅلي يې ذهنونه دي نازک

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.