افغانستان ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر

له موقف څخه ناوړه ګټه اخيستل؛ هغه څه چې خلک یې کولی شي

لیکنه: شپنه سلګۍ

ليکنه: شپنه سلګۍ

له موقف څخه ناسمه ګټه اخیستنه هغه موضوع ده چې په ‌هېواد کې ولسونو ته د ورځنیو چارو په ترسره‌‌کولو کې د خنډ سبب ګرځي او دا ډول کړنې د ملت او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل هم کېږي.

هر هغه حکومتي یا ناحکومتي چارواکی، چې له خپل رسمي موقف څخه ناسمه ګټه پورته کوي، نه یوازې دا چې ملت ته یې زیان اوړي، بلکې د حکومت او هغه خصوصي ادارې باور او اعتماد د عامو خلکو پر وړاندې له منځه وړي.

ښه حکومتونه تل هڅه کوي چې ولس ته ښه خدمتونه، اسانتیاوې او د اړتیا وړ کارونه ترسره کړي چې په دې کار سره د خلکو ملاتړ ځان ته خپل کړي، ځکه د همدې ملاتړ پر بنسټ حکومتي نظامونه پر پښو دریږي او برعکس یې همدا ولس حکومتونه نسکوروي.

حکومت تل همدا هڅه کوي چې د چارو د ادارې لپاره داسې اشخاص په موقفونو وګماري چې د خپل موقف څخه غلطه ګټه پورته نه کړي، له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او د خلکو ستونزو ته په لږه موده کې د حل لار پيدا کړي، چې د ملت قناعت ترلاسه کړي او د دولت او ولس ترمنځ د یو پل په څېر رول ولوبوي.

د پورته یاد شویو ټکو په نظر کې نیولو سره غواړو د هغو وګړو او کارکوونکو په اړه بحث وکړو چې د خپل موقف څخه غلطه ګټه پورته کوي او پر هغو لاملونو یې خبرې وکړو چې په ټولنه منفي اغیزې کوي.

طبیعي خبره ده چې یاده ستونزه په ټولنه کې د اداري فساد، اخلاقي فساد، د حکومت او ملت ترمنځ د واټن رامنځته کېدلو، پر حکومت د ولس د بې باوره کېدلو او همدا ‌‌‌‌‌‌ډول په خصوصي ادارو کې هم د ګڼو نورو ستونزو د رامنځته کېدلو سبب ګرځي.

اداري فساد هغه د اساسي قانون او په ټوله کې د انساني ژوند پرخلاف پدیده ده چې په عمومي توګه له خپل موقف څخه د حکومتي مامورینو د غلطې ګټې اخیستنې له امله رامنځته کېږي او تر ټولو کمه اغېزه یې داده چې د ملت او ولس په منځ کې د حکومت باور زیانمن کوي.

د ولس تر ټولو ستره ستونزه چې هره ورځ په هره اداره او هر ځای کې ورسره مخ کېږي دا ده چې ځینې چارواکي په یو نه یو ‌‌‌‌‌‌ډول مراجعینو ته د رشوت ورکولو زمینه مساعدوي، خو بیا په ځینو حالاتو کې مراجعین چارواکي دې ته اړ باسي چې بډې واخلي او د دوی ناقانوني کار ترسره کړي. چې دا دواړه ‌‌‌‌‌‌ډولونه یې د قانون پر ضد کار دی او ترسره کوونکي یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د اداري فساد ترڅنګ اخلاقي فساد هغه هم په یوه رسمي اداره کې نه یوازې دا چې د حکومتي چارواکو لپاره د شرم ځای دی، بلکې د نظام کمزوري کول او د نظام په اړه بې باوري رامنځته کوي چې حکومت یې باید مخه ونیسي.

له موقف څخه ناسمه ګټه اخیستنه، اخلاقي فساد او اداري فساد د رامنځته کېدلو ترڅنګ د یو بل سترې ستونزې لامل هم کېږي چې هغه د حکومت او ملت ترمنځ واټن رامنځته کېدل دي او خلک خپل باور په حکومت له لاسه ورکوي چې د بېلابېلو ستونزو، لکه د دولت مخالفینو سره یو ځای کېدل، د قانوني لارو پر ځای د ناقانوني لارو څخه ګټه اخیستل او په ټولنه کې د نورو فسادونو سبب ګرځي.

اوس نو دې ټولو ته په کتو باید هېوادوال دې ټکي ته پام وکړي چې نه په خپله له خپل موقف څخه غلطه ګټه پورته کړي او نه نورو ته د دې زمینه برابره کړي چې له خپلو موقفونو څخه ناسمه ګټه پورته کړي.

هېواد وال باید د یوې ستونزې د حل کېدلو لپاره د نورو ستونزو رامنځته کولو او د رشوت ورکولو څخه په کلکه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي. او د خپل ولس او ټولنې لپاره په رښتیني توګه د چوپړ جوګه شي تر څو خپل ولس ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو سره مو د هیواد په پرمختګ کې پوره ونډه اخیستي وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ