موقت حکومت ښیګڼې او بدګڼې؛ ویې منو که رد یې کړو؟

په وروستیو کې د موقت حکومت د جوړیدو په اړه ګونګوسې او بحثونه تاوده شوي.
د دغه حکومت د جوړیدو غوښتنه په ډېرګومان په لومړي ځل مخکیني ولسمشر حامد کرزي وکړه، چې لږو خلکو بدرګه او زیاتو رد کړ.
په تازه ګام کې دا بحثونه د امریکا او وسله والو طالبانو د سولې خبرو له پيلیدو سره بیا تاوده شوي.
خو امریکا او وسله والو طالبانو د دا ډول کوم حکومت جوړیدل رد او وویل، چې په دې اړه یې خبرې سره نه دي کړي.
د مدافعینو نظر
د موقت حکومت مدافعین تر ډېره ځان بشپړ سوله غوښتونکي ګڼي. دوی باور لري، چې داسې حکومت جوړول به هراړخیز او د ټولو خواوو د ګډون له کبله سراسري او ډېر د وطن په خیروي.
دا ډله خلک غالباً فکر کوي، چې په موقت حکومت کې به قدرت په عادلانه ډول تقسیم او هیڅ لوری به د ظالم او مظلوم واقع کیدو له برخلیک سره مخ نه شي.
هغوی د داسې حکومت بهرني ناپېیلتوب ته هم هیله من ښکاري او ګومان کوي، چې دا ډول یو حکومت به د یوه هراړخیز او سراسري نظام د زمینه سازۍ لپاره د هراړخیزو بحثونو او اقداماتو پيلامه شي.
د منتقدینو نظر
د موقت حکومت منتقدین داسې حکومت جوړیدل د طالبانو او بهرنیو ملاتړو پر وړاندې یې د اوسني نظام( چې پکې حکومت، نور سیاسي جریانونه، مختلف قشرونه او ټول ملت شاملیږي) ماتې او تسلیمي ګڼي.
د داسې حکومت مخالفین دغه راز موقت حکومت د اوسني نظام پر نسبي لاسته راوړنو کرښه راښکل او هرڅه له سره پيلول تعبیروي.
دوی په همدې دلیل داسې حکومت جوړیدل بې ضرورته او بحران زېږونکی ګڼي.
د ډاکټرنجیب د سولې ناکامه تجربه
د افغانستان د وروستیو څوبحراني لسیزو په تاریخ کې د موقت حکومت دوه تجربې لیدل شوي.
لومړۍ تجربه د ملګرو ملتونو د استازي بنین سیوان په منځګړتوب د کمونیست پلوه ډاکټرنجیب الله او پاکستان پلوه جهادي تنظیمونو ترمنځ د موقت حکومت جوړولو هڅې دي.
دا هڅې، چې له مخې یې باید ډاکټرنجیب د حکومت واګې یوه ډله لویدیځ مېشتې افغان روښانفکرې ډلې ته سپارلی وای، له دې کبله ناکامې شوې چې جهادي تنظیمونو د پاکستان په اشاره ورته غاړه کېنښوده.
دغه هڅې هغه وخت په بشپړه توګه ناکامې او حتا د افغانستان د تباهۍ سبب شوې، چې د ډاکټرنجیب د حکومت یوه لویه برخه چارواکي له خپلو جهادي مخالفینو سره د قومي اړیکو له مخې یو ځای او یو نسبتاً مقتدر نظام یې د څو تنظیمونو په لاس ړنګ او کابل د جګړې په کور بدل کړ.
د کرزي موقت حکومت
د موقت حکومت دویمه تجربه د طالب واکمنۍ ترسقوط وروسته په بن کې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت جوړول وو. په دغه تجربه کې له حزب اسلامي او وسله والو طالبانو پرته نور اکثره سیاسي او جنګي ډلې په نامتوازن او ناعادلانه ډول په واک کې شریک شول.
دا حکومت له نسبي لاسته راوړنو او یوه ښه پيل ترڅنګ ځینې بدمرغۍ هم افغانستان ته په میراث پریښودې. په بدمرغیو کې یې ترټولو مهمه هماغه د واک انحصار او په زور یې د خپلو مخالفو ډلو؛ په خاص ډول د طالبانو په نوم د نورو ځپل و، چې دا کار تر یوه ځایه د اوسنۍ جګړې د پيل او وحشتناک کیدو سبب شو.
اوس څه وکړو؟
په اوسني وضعیت کې د موقت حکومت غوښتل یا یې د نورو لخوا پرځان د تپل کیدو منل په هیڅ ډول د افغانستان په خیر نه شي تمامیدای.
پرداسې حکومت بحث په شعوري یا ناشعوري ډول د اوسني نظام له منځه وړل او افغانستان ګړنګ ته سمول دي.
هغوی، چې د داسې حکومت غوښتنه لري، په ډېر ګومان شخصي مسایل ورته مطرح دي.
دوی د سولې یا نورو لومړیتوبونو په پلمه کولوسره خپلې شخصي غوښتنې او عقدې سړول غواړي.
موږ باید سوله وغواړو، عملي کار ورته وکړو، طالب ته په نظام کې د شاملیدو زمینه سازي وکړو، خو د داسې کار لپاره د نظام د ړنګولو اجازه چا ته ورنه کړو.
بې نظامي د افغانستان لپاره تل ترټولو ترخه ترینه او بې عزته ترینه تجربه وه. د داسې تجربې د تکرار او بحث لپاره باید په هیڅ قیمت اجازه ورنه کړل شي!